د ولسمشر اشرف غني او د هغه د ټاکنیزټیم لخوا د بدلون او سمون د طرحو په وړاندې چې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په مهال ولس ته ورپېژندل شوې وې، د وسلوالو جنګېدونکو ډلو لکه طالب او داعش سربېره، له اساسي قانون سره په ټکررامنځته شوی اجراییه ریاست هم، نن سبا په حکومت کې دننه په ستره ستونزه بدل شوی دی!

د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په پایله کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ اجراییه ریاست د هغو ټاکنیزو ډلو د جلب لپاره چې ټاکنې يي بایللې وې، یوخوا د هغو د کمترۍ احساس د مخنیوي او بلخوا د افغانانو ترمنځ د ملي اجماع او ملي مشارکت په موخه، په پام کې نېول شوی وو.

کله چې بایلونکي ټیم ته په ټاکنو کې خپله ماتې یقیني شوه او د ټول حکومت لرلو سودا يي له سره ووته، د دې لپاره چې له حکومته بهر پاتې نه شي او په جوړېدونکې حکومت کې غوړه برخه ولري، لومړی يی د ټاکنو پایلې په یومخیزه توګه رد کړي، خو کله چې په حکومت کې د غوړې برخې په اخیستو ډاډمن شول، په ژبه د انکار خو عمل کې د ټاکنو د پایلو په منلو راضي شول. په دې توګه دوی په حکومت کې د ونډې لپاره لومړی ټاکنې د سیاسي توافق ترکچې راټېټې کړې او د رایه ورکوونکو ولسونو مخ يي په کلکه څپېړه وواهه او نن چې د حکومت برخه ده، له دننه د حکومت د جوړېدو او دهغه د تګلارو په وړاندې لوی خنډ جوړوي.

هغه مهال ګټونکي ټیم او د هغو په سرکې ولسمشر اشرف غني ښايی د بایلونکي ټیم دا مانور ریښتیا ګڼلي وي چې که دوی په حکومت کې شریک نکړي، بایلونکي ټیم به د انتخابي حکومت په وړاندې، موازي حکومت چې ځینو يی د لويي جرګې خیمه کې د هغې په اړه لاپې او ګواښونه کول، اعلان کړي.

له ټاکنو وروسته د تېر یونیم کال پېښو وښوده چې د عبدالله عبدالله ډلې په حکومت کې ونډه غوښته نه هغه مهال د کودتا له لارې موازي حکومت. موازي حکومت یوازې په حکومت کې د ونډې لپاره د یو ګواښ بڼه درلوده او بلخوا په ټاکنو کې د خپلې ماتې د پټولو په موخه د ولس د تېرییستلو لپاره یوه چلوټه وه. د عبدالله عبدالله ډله دا نن هم که ټول حکومت يي په لاس کې وي هغه نه شي چلولای. نظارشورا او عبدالله خېل په ټوله کې د حکومت په دوهم لاس کې ښه ګټه کولای شی، ځکه که لومړی کس له دوی څخه وی، ولس له دوی څخه کار غواړي او دوی پوهیږي چې دوی د کار خلک نه دي بلکې د خفاشانو غوندې په تیاره او د ګټې وټې په پوستونو کې خوښ دي. دوی مسولیت نه مني، مسولیت ته بل څوک ورکوي، خو د ګټې وټې ځای لپاره د کودتاوو پورې ګواښونه د دوی بله ځانګړتیا ده!

تېر یو نیم کال دا هم وښوده، د ولسمشر اشرف غني هغه احساس ګټور ونه خوت چې کېدای شي عبدالله او ډله يي د ملي مشارکت او ملي اجماع د مفکورې له مخې په اجراییه ریاست خوشاله او راضي وي او ولسمشر سره به د هغه د تګلار د پلیتوب لپاره مرستندوی وي. تګلار به د ولسمشر غني وي او د پلیتوب لپاره به يي اجراییه ریاست او نور حکومت په ګډه کار کوي.

لکه څنګه چې د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیري په امریکا کې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله د ګډ سفر په مهال ویلي وو«« غني د هیڅ قانون او یا مخکیني شرط پر بنسټ، د واک ویش او د ملي یووالي حکومت ته اړتیا نه درلوده، خو هغه ( اشرف غني) دا کار د افغانستان د لوړو ګټو لپاره وکړ او په دې اند وو چې د پرمختګ لپاره دا تر تولو غوره لار ده»

په دغه میلمستیا کې چې ولسمشر اشرف غني د جان کیری ښي او عبدالله عبدالله يي کیڼ اړخ ته ولاړ وو، د جان کیري د داسې څرګندونو په اړه عبدالله ویلي وو«ابتدا به تشکیل حکومت وحدت ملي باور نداشتم، اما اکنون در همکاري به رییس جمهور غني متعهد به خدمت در افغانستان میباشم»

خو د تېر یو نیم کال پېښو بیا وښوده چې اجراییه ریاست نه یوازې د ولسمشر اشرف غني سره همکاري نه ده کړې، بلکې د حکومت د تګلارو په مخکې لوی خنډ جوړوي.

په دې اړه په تازه پرمختیاوو کې داسې اورېدل کیږي:

«ولسمشر باراک اوباما د ۱۳۹۴ لمریز کال دکب  پر ۱۴ نېټه له افغان سیال ډاکتر غني سره ویډیويي کنفرانس درلود چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم شتون درلود. دکنفرانس پرمهال ولسمشر اوباما عبدالله عبدالله داسې مخاطب کړ.

" محمد اشرف غني دافغانستان منتخب ولسمشر دی او  داساسي قانون له مخې افغانستان  خپلواک هېواد دی، دندې او صلاحیتونه یې مشخص دي.

اوباما زیاته کړه:  دهغې سیاسي جوړجاړي له مخې، چې دملي وحدت حکومت یې رامنځته کړی دی دلوړ رتبه مامورینو په ګومارنه کې یوازې له تاسې سره مشوره کیږي، نه دا، چې تاسې دولسمشر دهغه صلاحیتونو پر وړاندې، چې اساسي قانون ورکړي دي، خنډونه رامنځته کړې.

ولسمشر اوباما عبدالله عبدالله  ته دسولې دپروسې په اړه هم داسې وویل:

دسولې دپروسې بریا دامریکا له تګلارې سره سمون خوري، خو تاسې ځینې وخت  دسولې په اړه انتقاد امیزه پوښتنې  راپورته کوې، چې دا دسولې پروسه له خنډاو ځنډ سره مخ کوي. روهي بریښناپاڼه»

د ملي یووالي د حکومت لویه ستوزه دا ده چې دوه جلا جلا تګلارې په یوه حکومت کې سره اخښل شوي دي. د دې حکومت ستونزه یوازې د کادرونو نه ده بلکې ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله دوه بېلا بېلې تګلارې لری. ټاکنې هم د دې لپاره شوي چې ګټونکې ډله به خپله تګلار پلي کوی، د بایلونکي ډلې لپاره دوه لارې پاتیږی، یا به د ګټلې ډلې له تګلار سره سم حکومت کې برخه اخلي او د دې ډلې تګلار به پلي کوي اویا به اپوزیسیون ته ځي.

د اجراییه ریاست تجربه په افغانستان کې بریالۍ او ګټوره ونه خته. اجراییه ریاست ته د واک په ویش سره له پخوا بي امني زیاته شوه او جګړې زور واخیست، افغانستان په فساد کې درېیم ځای خپل کړ، د وګړو په تېره بیا د ځوانانو بېکاري له پخوا ډېره شوه. د اجراییه ریاست په رامنځته کېدو سره د حکومت او ولس ترمنځ واټن زیات شو. د حکومت په وړاندې بېلابېلې جبهې چې مخکې د حکومت ملګري او متحدین وو، رامنځته شوې.

وخت وښوده د اجراییه ریاست مفکوره، غوښتنه او تجربه سره اړخ نه لګوي. که دغه ریاست د ښه نیت او هغه مهال د وخت په غوښتنه هم رامنځته شوی وي، نن د هغه په شتون کې وخت او فرصتونو له لاسه وځي او د بدلون او سمون مخې ته لوی خنډ دی.

اوس اجراییه ریاست نه یوازې د ټاکنو د پایلو او د اساسي قانون سره په ټکر کې دی، بلکې ټولنه کې د ډېرو نویو ستونزو زیږند او د دولت په وړاندې لوی کاري خنډ بلل کیږي.

که یونیم کال وړاندې اجراییه ریاست سره توافق یوازې د اشرف غني لپاره تېروتنه وګڼل شي، نن سبا د دې ریاست ادامه د ټول ملت لپاره لویه تېروتنه ده!

اوس چې د سیاسي توافق له مخې هم د دغه ریاست وخت پوره کېدونکی دی، څونه چې ژر يي ټغر ټول شي، د ټول ملت په ګټه دي.

البته عبدالله عبدالله او ډله يي د دې هېواد وګړي دي، دوی کولای شي چې له دغه ناکام ریاست پرته هم په حکومت او دولت کې د وړتوب له مخې کار وکړي او هیڅوک به يي مخه ډب نه کړي.

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دي او له هرې لارې يی خدمت کېدای شي.

د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۹ مه

سرلوڅ مرادزی