انځوریزي رسنۍ:

انځوریزي رسنۍ په هلمند اود افغانستان په ډېریو ولایتونو کي هم مهالي را منځ ته سوي دي.

د وخت حکومت دا هڅه کوله، چي خپل پیغام او د حکومت تګلاره تر اولسونو ورسوي، نو په مرکز کابل کي په ۱۳۶۱ ل ل. د افغانستان د ملي راډيو تلوېزون د عمومي ریاست په چوکاټ کي د ولایتونو ریاست رامنځ ته کړ او د لومړي ځل لپاره( کندهار، هرات، ننګرهار، غزني، فراه، بدخشان او پکتیا ولایتونو کي تلوېزوني خپروني پیل سوې، نو په همدې لړ کي په هلمند کي په ۱۳۶۵ ل ل. کال د لومړي ځل لپاره انځوریزي رسنۍ په فعالیت پیل وکړ.(۶- ۱۹۶مخ)

په لومړي سر کي د ملي راډيو تلوېزون ثبت سوي تصویري خپروني به په مرکز کي ثبت او ټايپ کیدلې او په ولایتونو کي به بیا خپریدو لپاره لیږل کېدلې او د ولایتو ځيني مهمي موضوعګاني به په همدې ډول مرکز ته انتقالېدې. تر دې مودې لږ څه وروسته له مرکزه د خپرونو د لیږد له پاره یوه بله لاره رامنځ ته سوه، چي هغه د شمشاد په نوم یوه دستګاه وه، چي د شپې تر یوې بجې وروسته یې نورو ولایتونو ته (ریلې) کولی او په دوهمه شپه به نشرېدلې. په هلمند کي هم انځوریزي رسنۍ څه کم (۳۰) کلن تاریخ لري، خو اوس له نيکه مرغه په هلمند کي څلور سمه ایز ټلویزونونه فعالیت کوي او د عادي انتن پر مټ تر لسو زیات نړيوال افغانۍ ټلوېزونونه موندل کيږي. اوس به د هلمند فعالي انځوریزي رسنۍ فعالېدو د نېټې ټولي پر له پسې معرفي کړو:

ملي ټلوېزون

په هلمند کي ملي ټلویزون په ۱۳۶۵ل. کال کي خپل فعالیت پیل کړ او شپږ کاله يې په ابتدايي ډول، چي ډېری خپروني له مرکز کابله ورته رالیږل کېدلی نشرات درلودل او کله چي ډاکتر نجیب واک مخالفو ډلو ته ورکړ،د ټلوېزون نشرات يې په ۱۳۷۱ل. کال کي بند سول، د مجاهدینو او طالبانو په حکومتي دوره کي د هلمند ټلويزون درګاه تړل سوې وه، خو له نیکه مرغه یو ځل بیا په ۱۳۸۲ل. کال یې بیا خپل نشرات پیل کړه، خو یاد نشرات تر ۱۳۸۷ل. کاله پوري له په ابتدايي بڼه وه. خو اوس مهال هلمند ټلویزون په ټولو تخنیکي وسیایلو سمبال دی خپروني يې تر ډېره معیاري بڼه لري، یاد ټلوېزون د سهار له شپږو د غرمې تر دولسو او بیا د ماخوستن له نهو بجو څخه نېولې د شپې تر یولسو بجو مسلسلي دیني،سیاسي،پوهنیزي،بیارغنیزي،تفریحي او ټولینزي خپروني لري، تر ۱۳۸۸ کال وړاندي یاد ټلوېزون یوازي څو ساعته خپروني درولودې په ۱۳۸۷ل. کال کي شپږ ساعته خپروني وې، خو په ۱۳۸۸ل. کال د هلمند ملي تلویزون خپروني له شپږ ساعه څخه اولسو ساعتونو ته پورته سوې او ترڅنګ يې د وخت د چارواکو له لوري د هلمند ملی تلویزون نوي سټیډیوګاني، تخنیکي اړین وسایل او د اړتیا وړ مناسبي کوټې پرانستې.

تر دې وړاندي هلمند ملي ټلوېزون شپږساعته خپروني در لودې، چی څلور ساعته يې د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزون خپروني نشرولې او دوه ساعته يې خپل نشرات درلودل خو تر یادي نېټې راوروسته اوس هلمند ټلویزون ۱۴ ساعته خپل خپروني لري او دوه ساعته د افغانستان د ملی راډيو ټلوېزون خپروني نشروي، هلمند ملي ټلوېزون دوې سټډیوګاني لري، چي یوه یې د ژوندیو خپرونو لپاره ځانګړې ده او دوهمه يې د ثبتي خپرونو لپاره جوړه سوې ده د هلمند ملي ټلوېزون د وخت په بېلابېلو پړوانو کي رنګارنګ خپروني وړاندي کړي دي، چي د ځينو نومونه يې دلته یادوم:

۱:سهار په خیر ( دا اونیزه خپرونه ده)

۲:پوهنه رڼا ده. (یوه علمي او پوهنیزه خپرونه ده)

۳:ځواب لرئ؟ ( یوه زده کړیزه خو تفریحي بڼه هم لري)

۴: لوبي ( د هلمند، هېواد، سیمي او او نړۍ سپورټي راپورونه خپروي)

۵: د کوچینیان ذهني سیالۍ. ( د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرونه ده)

۶: د پولیسو ځانګړې خپرونه ( د هېواد ملي پولیسو ته ځانګړې ده ددوی کارنامې په کي انعکاسیږي.)

۷: کوتک ( یوه طنزیه خپرونه ده، چي تر ډېره نیوکي او سالم نقد ته ځانګړې ده)