په دی ورستیو کی د سولی او خبرو اترو ګنګوسو زور اخیستۍ دۍ په ولس کی هیلی او ناهیلۍ یو شان خوټیږی که له یوه اړخه     څلور اړخیزه غونډو امیدونه زیږولی دی خو له بله اړخه نړۍ او افغان ولس د کلونو څیړنو او ازمایلو وروسته دی پایلی ته رسیدلی دی چی تر هغه چی مفسد او غاصب چارواکی یو مخ د واک څخه و نه شړل سی او د بی مسولیته توپکیانو ډلو ټپلو ته خاتمه ورنکړل سی د امنیت ، سولی، عدالت او یووالی اټکل کیدای نسی. همدا رنګه د کلونو راهیسی د واکدارانو چل ول ولس پر حکومت او سیاست کاملا بی باوره کړیدی. اوس ستونځمنه ده یوازی د فاسد او غاصب چارواکو د واک څخه شړل د ولسونو باور اعاده کړی بلکه د هغوی محاکمه او د عدالت میز ته را کشول کولای سی ولس په عدالت باوری،نړیواله مرستندویه څانګی مطمین او د فساد سره مبارزه یقینی کړی. او دا کار یوازی او یوازی د سولی په بهیر کی نغښتۍ دۍ ځکه اوس یو اړخ د بل اړخ د نه شتون څخه ګټه پورته کوی او د فساد لمنه پراخوی.

د ټاکنو ناری سوری په هیڅ ډول نسی کولای د سیاسی لوبو په پایله کی حکومتونو ته منطقی رنګ ورکړی او یا سوله تامین عدالت پلۍ او د مصونیت فضا رامنځ ته کړی نو ځکه باید تول امکانات د افغان یووالی په لاره کی وکارول سی تر څو د طالب او حکمتیار سره د سولی بهیر ګړندی سی. شک نسته چی خبره یوازی د طالب او شمال ټلوالی تر منځ نده بلکه بهرنی ابعاد هم لری نو ځکه د سیمی او سترو هیوادونو توافق د اولوویتونو څخه دۍ زموږ په کور کی پردۍ جګړه روانه ده او د پردیو ګټی تامینوی نو ځکه د افغان سولی په بریالیتوب کی د امریکا صادقانه دریځ او اراده تر ټولو اغیزمن او ګټور تمامیدای سی سره له دی چی باور ستونځمن دۍ.

سوله کول لکه جګړه کول توانمندی غواړی له بده مرغه افغان حاکم اړخ دومره ناتوان سوۍ او دومره یی د ولسونو سره واټن ډیر سویدۍ چی نسی کولای پخپله د سولی ابتکار په لاس کی واخلی لویه بدبختی خو لا داده چی په یوه حکومت کی تر لسو زیاتی ډلی د بیلو بیلو ارمانونو لرونکی د بیلو بیلو ایډه لوژیو څښتنان د بیلو بیلو اهدافو لپاره د بیلو بیلو هیوادنو ملاتړ لرونکی سره راټول سویدی چی په هیڅ صورت د سولی په بهیر کی د واحد دریځ لرونکی نسی کیدای . سوله قدرت ، قوت او واحده پالیسی غواړی، سوله ولسی ملاتړ ته اړتیا لری، سوله د اړخونو په ظرفیت ښوولو سره ممکنه کیدای سی او دا هغه څه دی چی لااقل په اوسنی حالت کی نه تر سترګو کیږی.

تر ټولو د پام وړ دا چی زموږ په هیواد کی د امریکایانو له برکته سیمه ایزه واکداران رامنځ ته سوه بی مسولیته ډلی ټپلی پیاوړی سوی ډول ډول اسلحی او تجهیزات یی ترلاسه کړه په لسهاو پټ سلاح کوټونه جوړ سوه. دا مسلحی ډلی ټپلی تر واحدی او مشخصی قوماندی لاندی ندی هر یو په خپله خوښه عمل کوی نو ځکه لاقانونیت او معافیت د قانون د ورځنی اصل په توګه مطرح سو کله چی د قانون حاکمیت نه وی طبعی خبره ده چی عدالت شتون نلری او د یو غیر عادلانه ټولنی امنیت هم ستونځمن کاردۍ په دغسی حالت کی به سوله د چاسره او پر کمو اصولو تامین سی. همدا شان د مخالفینو په برخه کی ډیری ستونځی سته هغوی هم د واحد مرکزیت څخه بی برخی دی له همدی کبله خواره واره سوه پر بیلابیلو ګروپونو او ډلو وویشل سوه پداسی حالت کی د سولی بهیر هم د معما حیثیت خپل کړیدۍ .

د پورتنی ستونځو سره سره یو تعداد نور افغانان په څلور اړخیزه غونډو کی د امریکا او چین ورګډیدل هیله مند کړیدی په خاصه توګه د امریکا اراده د جګړی د ختمیدو لپاره جدی ارزوی. هغوی د طالبانو را پرځول ،پرعراق حمله ،په سوریه کی ورانۍ او مړینی ته په کتو امریکا توانمنده بولی او معتقد دی چی جګړه او سوله یوازی امریکا رامنځ ته کولای سی هغوی په دی آند دی چی امریکا په نوی بڼه جګړه په افغانستان کی پیل کړه او ختم یی هم د امریکا اخلاقی دنده ده.د دی ترڅنګ د حکمتیار سره روانی خبری د امیدونو د پیاوړتیا په لور مهم ګام ارزول کیږی د هغه راګډیدل په حاکمیت کی بی له شکه و فساد ته مهم ګذار ګڼل کیدای سی او که طالب هم را ګډ سی قطعا به د فساد ریښی وچی سی او هیواد به د یقینی بیا رغونی په لور چټک ګامونه پورته کړی.

دا چی د طالبانو سره سوله په هیواد کی سرتاسری امنیت تامینولای سی که يه د پام وړ خبره ده هیلی داسی دی چی امریکا باید د جګړی توله رنګونه په افغانستان کی ختم کړی اما دا چی د جګړی بل رنګ د داعیش په نامه هم مهار کیږی او که د طالبانو د مقاومت په ختمیدو نوی رنګ د جنګ پیاوړۍ کیږی هغه خبره ده چی په ولس کی یی د شک او تردید سیورۍ غوړولۍ دۍ. یو مطلب باید واضح وی چی هیڅ بهرنی هیواد د بل هیواد لپاره بیله هیڅ هدفه خسارات نه ګالی ، اوس امریکا د هیواد په عُمق کی موقعیت لری د اقتصاد په برخه کی سربیره پر هغه درنو مصارفو چی د ځان لپاره یی په افغانستان کی لری زموږ بیارغونه، د ملی بودیجه پوره کول، د امنیتی ځواکونو اکمال و تجهیز هم د امریکا په غاړه دی ، بیله شکه زموږ د دیپلوماسۍ په تنظیم کی آهم رول لری.نو ځکه د سولی په څرنګوالی د امریکا شرایط او غوښتنی د پامه نسی غورځیدلای یا په بل عبارت افغان لوری د امریکا د مشوری پرته نسی کولای د سولی په بهیر کی مستقلانه اهداف غوره کړی لکه طالبان چی نسی کولای دخپلو متحدینو د مشوری پرته اهداف مشخص کړی. دا هغه تریخ واقعیت دۍ چی د افغانستان په سوله کی لمړی باید د سیمی او نړۍ په ګټو کی د همږغی هڅه وکړی په دوهم مرحله کی د افغانانو خپل منځی حل مطرح کیدای سی..