انجنیرعبدالصبورساپی

 

پاکستان ولی سولې ته صادق نه دی؟

 

په وار وار ټول همدا یوه خبره شربوي چې پاکستان صلحې خبروته ژمن نه ده مګر هېڅوک دا نه وايي چې آخر ولی پاکستان صلحې خبرو نه ځان ګوښه کوي اود کابل واکدارا نو سره ئې داسې لوبه پیل کړې ده لکه ماشومانو سره چې بېډۍ کوي، خو د کابل چارواکي پرغوږ نه خوزوي، اوس درې خبرې دي یا دا چې د پوهېدولپاره فهم ئې کافي یا بسیا نه ده، یا دې کوم بېروني ګټه لرونکوهېوادونو تر فشاراو اغېز لاندې دي اوغوږ نه خوروي، اویا وېره لري فقد خپله څوکۍ ساتي اوبس، یوه خبر چې په واضح صورت معلومه ده هغه دا ده چې د کابل حکومت ډېر ناتوان، بې وسې، بې کفایته، د ستراتېژی ، قاطعیت او درایت نلرونکو چارواکو پلاس کې پروت دی، او علت ئې فقد د ملي وحدت دوسری حکومت ده، او ولسمشر ډاکتراشرف غني ئې هم په یو کنج کې اېثارکړې ولسمشرهم له دې وضعیته دومره محافظه کار شوی ده چې همغه متل ده چې وايي(شوله خوره پرده دې کوه)، راځئ یو څوبېلګوته نظر واچوؤ، دغه کسان چې په ملي امنیت که مقرر شوي دي کوم مسلکي او کاري پوهه، وړتیا اولوړتیا لري!! د مارشال فهیم زوی ادیب فهیم د میراث او فیفتي فیفتي په حساب مقررده، رئیس دامنیت مسعود اندرابی د امنیت کومه مسلکی پوهه او تجربه لري!! نورمشران ئې په ټولو ولایاتوکې فیفتي فیفتي به حساب مقرر دي، رئیس جمهوریوکس مقرره وي اجرائيه رئيس ئې برطرفوي یا مخالفت ورسره کوي او رئیس جمهوربیا له خپل تصمیمه په شاشي، په همدا تېره هفته ټولو د تلویزیون او د رئیس جهمورله خولې واورېدل چې «ایسا» لغوه او د تجارت وزارت سره یوځای شوه مګر سبا دا خبر هسې پوچه شوه، کابل بانک مسوولین زندان نه راویستل کېږي او ورسره سترقرارداد امضاء کېږي، ضیا مسعود د دولتی امکاناتو نه په استفادې ځي د دولت پرضد کمپاین کوي مګر رئیس جمهور پټه خوله ناست او ورته څه نشي ویلی او بیا د ولسی جرګه سره په مشترکه غنډه کې چې د تېرې دوشنبې پرماښام په ارګ کې جوړه شوې وه؛ واي چې په ملی یوالي دولت که هېڅ اختلاف نشته اوپه خپل لاس ډاکترعبدالله ته اشاره کوي اووایي وګورئ زما او د ډاکترعبدالله ترمنځ هېڅ اختلاف نشته، ملی وحدت په خبرو نه بلکه په عمل را مڼځته کېږي باید په عمل کې ثابته شي چې دا ملی یوالي حکومت ده خلک نه وړاندهٔ دي او نه احمق، بل، د سولې شوراکې چې کوم کسان دي ټول ئې له هغه مجاهدو ډولوسره اړیکې لري چې طالبان ئې پرخلاف جګړه را پیل کړه، اوهم پدې شوراکې د فیفتي فیفتي په حساب ګمارل شوي کسان دي چې سولې ته هېڅ علاقه نلري، آیا دوۍ واقعاً سوله غواړي!! په داسې حال کې چې همداکسان له طالبانوسره ژبي، قوم او دیني اختلافات او پخوانۍ دښمني هم لري، ښاغلی رسول سیاف د کرزی په ملاتړ ولاړېږي د ثبات او حراست شورا جوړوي او دولت چلنج کوي چې باید څه وکړي اوڅه ونکړي او اخطارونه ورکوي، تورن اسماعیل په هرات کې ولاړېږي او په جار وایی چې که هرات ته څوک چپه وګوري نودی به د دولت اجازه ته ونه ګوري اوخپله به لاس پکار شي او دطالبان پرضد به قیام وکړي، اسماعیل خان هغه تاریخي تېښته ېي له طالبانونه له یاده وتلې ده چې په څوساعتوکې ایران ته ورسېد! هغه پوهېږي چې د طالبانو په خلاف هېڅ هم نشي کولای مګرپدې خبرو دولت تهدید کوي او خپل استقلالیت خلکوته ښيي، د دې نه بله ستره انرشي بې بندوباري او دولتي حاکمیت په سپکه کتل شته؟

اسماعیل خان ته ټول افغانستان صرف په هرات کې خلاصه کېږي!! او دی ځان مکلف بولي چې دهرات نه باید دی دفاع وکړي، آیا هرات کوم مستقل ایالت یا ځانته پادشاهي ده!! خوڅوک ورته څه نه وايي، اوس پداسې حال کې چې پاکستانی استخبارات د افغانستان مسئله ئې ورځنۍ دنده ده آیا هغه پدې ټولو رسوایي ګانو باندې نه پوهېږي!! که و وایو چې نه؛ نه پوهېږي، په حقیقت کې مو خپل ځان مسخره کړی ده، د پاکستان استخبارات دومره قوی دي چې آن سي ای ای په ګتوڅرخوي، د کابل په آرګ کې چې څه تېرېږي د وزیرانو نه مخکې پاکستان پرې خبر دي، باید پدې غوږ خلاص کړو چې دولت لازمه اتوریته له لاسه ورکړې او که همداسې دوام وکړي نو نور به ئې هم له لاسه ورکړي اوهر څه بې له لاسه ووځي، نو ځکه پاکستان پوهېږي چې دا دولت د مدیریت، کفایت او لیاقت سترې تشې سره مخ ده نن وي که سبا( توکل له خېوې تللی ده) او حکومت د پای فضا رامنځته شوې ده پدې ئې جنګوته زور ورکړې ده، ټول ژمی ئې کابل د سولې په نامهٔ وغولو خو د سولې خبرو یوسلنه هم له خپل ځایه ونه خورې ده۰

بل بُعد د دې قضیې بهرنی اړخ لري نن ورځ یو ځل بیا دسړې جګړې څپې په تازه کېدو دي د روسې استراتېژي په نړۍ والومسایلوکې بدلون موندلی ده دا بدلون په واضیح توګه سورې یا شام ته د روسي عسکرو ورتګ ښه ثبوت کېدای شي، که له دغې زاویه نه بیا د افغانستان مسئلې ته وګورو د روسانو اړیکې د طالبان سره په افغانستان کې چې مسکو ېې هم پخلی کوي په نړۍ واله کچه د روسې دریځ د افغانستان او طالبانو په هلکه روښانه کوي، روسیه نغواړي چې افغانستان دولت پرضد ګام وچت کړي ځکه چې مطلق طالبانو قدرت ته رسېدل د روسیې په ګټه نه دي، روسیه غواړي چې د طالبانو په واسطه داعش په افغانستان کې وځپي، او ضمیر کابلوف د روسې استازي هم دې خبرې ته اشاره وکړه او وېویل چې "داعش شمېر هره ورځ په تېرودو سره زیاته شوې ده اوسې تعداد لس زروکسانوته رسېدلی ده چې روسیه او منځنۍ اسیا ته ئې سترګواښ پېښ کړي ده"، مګر داسې ښکاري که امریکا په افغانستان کې د داعش پروژه د روسې او منځنۍ آسیا هیوادو پرضد پرمخ بوزي او تقویه ئې کړي نو روسان به هم له طالبان د امریکا په ځپلوکې له هغه تاکتیک نه کار واخلي چې تراوسه امریکا اخیسته، پدې توګه به په افغانستان کې جګړه لا زور واخلي او په امریکا به هم فشار زیاد شي نو پدې صورت کېدی شي چې د دې خطر لمبې تر افغانستان دولت پورې هم ورسېږي، ښایی پدې لوبه کې چین هم چې خپلې ګټې د امریکا له موجودیت په افغانستان کې اوس محال په خطرکې ګوري را ګډه شي، د امریکا تلاش په دې ده چې د چین د وصلېدو مخه د افغانستان له لارې اروپا او منځنۍ آسیاسره ونیسي ، ایغور، تایوان په هکله هم تراوسه د امریکې په دریځ کې څه بدلون نده رامنځته شوی، که څه هم چین د امریکا یو ستر تجاري ملګری هم ده مګر امریکه د چین او روسې له نږدې اړیکو ډارلري، تېرکال اګست په میاشت کې کوم مشترک تمرینونه چې د جاپان په سمندرګی کې د روسې او چین عسکرو ترمنځ ترسره شول د امریکې په مزاج ښه ونلږېدل، بې له شکه داسې نړیوال حالت افغانستان باندې ستراغېز درلودلی شي اوهم داسې کړند لارې به افغانستان ته لا ستونزې زیاتې کړي نوځکه افغان دولت باید ترمخه دا حالت وڅېړي او له دې حالته د وتلو یوه معقوله استراتژي برابرکړي۰

بله خبردا ده چې پاکستان د امریکې موجودیت ته په افغانستان کې په کومه سترګه ګوري دا هغه سؤال ده چې ځواب ئې ډېرستونځمن ده ځکه استخباراتی لوبې دمره پېچلې دي چې کله سختې تېروتنې هم منځته راتلی شي، باید داسې یوځواب ته کره معلومات پلاس ولرو، ولی هرڅه چې وي پاکستان د امریکې موجودیت ته په افغانستان کې د شک په سترګه ګوري نو پدې حالت کې څو احتماله نشو کولی له نظره لرې واچو:

لمړې دا د امریکې د ګټو او په انرژی زېرمو خېټه اچولولپاره یوه ستره لوبه ده او په آرام افغانستان کې د امریکې ګټې نشي ترلاسه کېدلی نو پاکستان یو ښه او د باور وړ دوست په حیث د امریکې په خدمت کې ده مګر د پاکستان ګټو ته هم امریکه ژمنه ده یعنی پاکستان او امریکا د افغانستان په هکله ګډې تګلارې او ګډې ګټې لری چې یوبلته متعهدې دي او ټولې لوبې چې په افغانستان کې ترسره کېږي د دوۍ د استخباراتو ترمنځ کوردینه شوې وي بېله دې شونې نه ښکاري۰

دوهم دا چې پاکستان د امریکې سره هم لوبه کوي مګر خپلو ګټوته سخت ژمن ده، څرنګه چې مې و ویل پاکستان د امریکې له موجودیت په سيمه کې تشویش لري او خپل ځانته ئې ګواښ ګڼي سره له دې چې ښه دوستان دي او پاکستان هېڅکله هم دې خبرې ته اشاره نده کړې او نې کوي، پاکستان غواړي چې په یوشکل امریکه داسې مجبوره کړي چې له دې منطقې نه پښې سپکې کړي چې نور د پاکستان ګټوته ستونزې پېښولی ونشي نو ځکه ښه ځای د امریکې د ماتولو لپاره د افغانستان باطلاق یا زرځی ده، دا چې ولې پاکستان د امریکا له موجودیته په دې منطقه کې وېره لري د پاکستان اتومي زراد خانه ده، د دې خبرې ثبوت د «دونلد ترامپ» په کمپاینی خبروکې په څرګند ډول لیدل کېږي که څه هم د۲۰۰۱م کال د «جورج ډبلیوبوش» په وخت کې پرويزمشرف دهمدغې وېرې پربڼڅټ نغوښتل چې په افغانستان باندې امریکائي عسکرو ایرغل ته په خپله خاوره کې اجازه ورکړي نوځکه د امریکې دبهرنیوچارو وزارت مرستیال وزیرښاغلی «ریچارد آرمیتاژ» مشرف ته په ډېر سختو الفاظو ګواښ وکړ او وېویل (اجازه ورکوې او که پاکستان د هجرپه عصر تبدیل کړو» دا ګواښ دمره جدي و چې مشرف نور خوله خوزولی ونشوه او فوراً ېې په بلوچستان کې د(شمسی اوشهباز) په نامهٔ هوائي هډې د امریکې په اختیار کې ورکړي او روسته نورې هډي هم د امریکې په اختیارکې ورغلې چې د هغه ځایه بې پیلوټه الوتکې ترې پروازونه کول، اوس «ترامپ» بې پردې د پاکستان شک ئې په یقین بدل کړاو وېویل چې « امریکایي قوا به په افغانستان کې پاتې شي ځکه چې د افغانستان ګاونډی پاکستان په اتومي سلاحو سمبال ده او امریکا باید له دې وسلو حراست وکړي» تراوسه امریکې دا خبر دومره برالا نکوله، دا ده چې پاکستان له همدې خبرې ډار درلود او لري ئې، نغواړي چې امریکا په دوۍ باندې حاکمه شي نو ځکه د امریکې راچارپېرول په افغانستان کې هم خپله دنده ګڼي کېدای شي د جګړو زورآخیستل یو علت هم دا وي۰

دریمه مسئله چې منځته راځي د پاکستان د ګټوساتنه د هندوستان په مقابل کې ده چې بیا همهغه د پاکستان (ستراتېژیک تل) خبره ده چې پاکستان غواړي د هندوستان په مقابل کې ځآن وقایه کړي او که چېرته د هندوستان سره ئې جګړې پورته کېږي پاکستان باید خپلې وسلې افغانستان ته انتقال اوله دې ځایه د هندوستان سره مقابله وکړی یعنی غواړي چې افغانستان، پاکستان ته د یوې صوبې حیثیت غوره کړي نه دې یو مستقل او با قدرته ملک حیثیت د دې لپاره د افغانستان اړیکې د هندوستان سره خپل په زیان بولي او همېشه له دې سرټکوي، د بی بی سي سره په مصاحبه کې پرویزمشرف په همدې روان کال کې برالا داخبره تائید کړه چې نه غواړي افغان دولت له هندوستان سره ژورې اړيکې ولري ځکه چې د هندوستان سره اړیکې د پاکستان ګتوته تهدید ده۰

د افغانستان سره د سولی مسئلې رامنځته کېدل او نړۍ وال فشارونه د دې سبب شول چې پاکستان خپله موخه بدله کړي او یوه دو اړځيزه لوبه رامنځ ته کړې چې د یوې خوا سولې خبرو باندې افغان حکومت غافل کړي او له بلې خوا جنګو ته زور ورکړی ترڅو د پاکستان موخې ترلاسه شي، داسې ویل کېږي چې پاکستان طالبان په ډلو وېشلي دي چې په هرصورت باید یو ډله له ځانه سره وساتي او د یوې نوې ډلې په جوړولو ئې هم لاس پورې کړي ده د قندهار دامنیې قومندان جنرال عبدالرزاق په قول پاکستان غواړي چې د «ملا عبدالقیوم ‌‌ذاکر» په مشرۍ یو نوې ډله رامنځته کړي که چېرې مجبور شي چې طالبان د سولې میزته کېنوي نو دا ډاله د پاکستان د ګټوحراست بکوي له دې نه معلومېږي چې پاکستان په هېڅ صورت حاضرنده چې له افغانستانه لاس واخلي په هرشکل چې وي باید پاکستان په افغانستان د فشار یوڅه پلاس کې ولري۰

د افغانستان د ننواتو سیاست به هېڅکله ونشي کولای چې پاکستان د سولې منلوته اړباسي پکاردا ده چې افغانستان باید درې کاره په عاجله توګه ترلاس لاندې ونیسي:

لمړی- کابل باید سیاسی اودپلوماتیکې حلې ځلې لا ګړندۍ کړي او څلوراړځیزه مشرۍ لا پسې پراخه کړي او نورهغه هېوادونه چې د افغانستان په قضیه کې لاس لري یا ګټې لري لکه هند ،روسیه، او ایران هم شامل کړي ترڅو ښې پایلې ترلاسه شي۰

دوهم- یوه منظمه پلانشوې دقیقه استخباراتی لوبه د پاکستان د ځپلولپاره پیل کړي ترڅو پاکستان په ګوڼډوشي پرته له دې به افغانستان هېڅکله هم خپل موخې ته و نرسېږي که څه هم ډاډمن یم چې امریکا اوناټو به د افغانستان استخباراتو ته هېڅکله نه دا فضا برابره ونه به اجازه ورکړي چې پرپاکستان استخباراتی لوبوفشار زیاد شي۰

دریم- د سرحداتوستراو خوندي کول یوه بله ستونزه ده چې دولت ئې باید په ډېرغورسره د ډېرو پاکو لاسو په واسطه ترکار لاندې ونیسي او د ځایي قومونو په مرسته هغه معبرونه او لارې ترجدي څارنې لاندې ونیول شي چه ترهګروته حیاتی ارزښت لري تګ راتګ او خپل اکمالات دهغو لارونه ترسره کوي، نظامي استخبارات قوي کړي شي په توله اردوکې باید پراخ کارپیل شي په تېره په سرحدي پوستوکې ترڅو د تسلمي او د دښمن له نفوذه په جزتاموکې مخنیوی وشي۰

د دې ټول خبرو بریالیتوب په یوه خبرکې نغښتی ده چې دولت باید یولاس شي هرچاته د صداقت، لیاقت، تجربې پراساس کار ورکړل شي، د قانون یوشان پلي کیدوکې باید جدیت نه کارواخیستل شي، لمړی باید هغه دولتي چارواکي چې دولت په غېږکې د دولت پرضد فعالیت کوي مجازات کړای شي ملی امنیت ته داسې کسان جذب وپه کاروګمارل شي چې لیاقت او تجربه لري او د وطن ګټوته ژمن وي غفلت په وظیفه کې باید جدی ونیول شي د خبراو عمل ترمنځ واټن له منځه ولاړې شي څه چې ویل کېږي باید عملي شي بس دي نور د ځلکو په سترګوکې خاورې اچول، پدې صورت به دولت وشي کولی ستونزی ترډېره حده کمې کړي اوسولې ته لاره هاواره شي۰

                                                                               ختم