عبدالرحيم مطمئين

د هلمند والي او پر وړاندې يې ننګونې

د هلمند والي حیات الله حیات په داسي حال کي هلمند ته راغلی ، چي دلته د تېرو دوه والیانو محمد نعیم بلوڅ او میرزاخان رحیمي په دوره کي امنیتي حالات دومره خراب سوه ، چي شمالي ولسوالۍ یو په بل پسې د طالبانو تر لاسه ورسېدې او د جنګ لړۍ جنوب ته را ورسېده ، تېر کال د ګرمی موسم کي ، طالبانو د خپلو پر له پسې بریدونو په ترڅ کي باباجي او مارجه ولسوالۍ په ډېر کم وخت کي لاندي کړې.

دا داسي یو څه وه، چي کلونه وړاندي يې چا دومره ژر تمه نه سوای کولای، تر دې د مخه د والي محمد نعیم د ماموریت په دوره کي د پوځي شورا پر مشر پوځي قوماندانانو چنداني حساب نه کاوه او کله چي میرزاخان رحیمي راغلی، نو قوماندانان صاحبان ټوله خپل سري سوي وه، دلته حالت داسي وو، چي د حوزو قوماندانانو یو پر بل مکتوبونه راوړل او د دې پرځای چي د طالبانو د بریدونو او جګړې لپاره سم تیاری ونیول سي، د پیسو د ګټلو لپاره مهمي حوزې یا ولسوالیو امنیتي پوستونو ته حساب کېده.

طالبانو له موقع ګټه واخیستله او د خپلو جګړو لړۍ غوښتل، چي تر یو شمېر نورو سیمو ورسوي، بلاخره مرکزي دولت وبېرېدئ، چي مرکز لښکرګا ښار به هم سقوط سي.

میرزاخان رحیمي ته نږدې سرچيني وايي، دې بېچاره والي به هره ورځ مرکز ته وړاندیزونه کول ، ستونزي به يي بیانولې ، او هغه دولتي مسئولینو په اړه به يې شکایت کاوه ، چي د ده خبره يې نه منله آو له امله يې امنیتي چاري ستونزمني کېدې ، ځکه ویل کیږي ، چي دې ډول کسانو بیا په مرکز ټینګي ریښې لرلې.

رحیمي مجبور و ، چي له رسنیو په یوه او بل ډول ځان خلاص کړي ، هلته بیا په ملي شورا کي د هلمند د خلکو ځینو استازو په امنیتي ادارو کي ځان ته مهم پوستونه درلودل ، چي پر ګمارل سوو کسانو به که سم فعالیت کاوه ، که بد ، د مورې زوی يې په اړه شکایت نه سوای کولای ، قومي مشران به تله راتله ، غونډي به کېدې ، مشورې او نظرونه به يې وړاندي کول ، خو د پرمختګ پر ځای به شاتګ روان و.

په پوځي اداره کي پراخ فساد ، د امر نه منل کېدل او د رهبری ضعف تر دې حالته را رسېدلی و ، چي طالبانو په ژمي کي هم ښه پر طبیعت جنګ کاوه ، داسي لکه په ګرمی موسم کي چي اخته وي.

د هلمند والي حیات الله حیات چي ، په میدان وردګو کي د ښه خدمت له امله ښه نوم پیدا کړ ، له خلکو سره يې ښې اړیکي جوړې کړې ، د ولسونو او دولت ترمنځ يې واټن کم کړ ، په امنیتي برخه کي يي ښه فعالیت کاوه ، نو همدا وجه وه ، چي مرکز هلمند ته انتخاب کړ، تر څو دلته ورانه ویجاړه امنیتي او ملکي برخه بیا له سره سنبال کړي.

والي ته هره ورځ له مرکز او ولسوالیو په ډلو، ډلو کسان ورځي قومي مشران د کلي څو نور سپین ږیري هم له ځان سره را روان کړي او له والي سره د خپل ملاتړ ژمنه کوي ، دلته له یوې خوا ځیني سپین ږیري د والي سره د شناخت پیدا کولو په خاطر د اړیکو د ټینګولو هڅه کوي ، چي ګوندي په راتلونکي کي يې په ښه ورسي ، آو ځیني په رښتیا هم له رواني جګړې او نا وړه امنیتي حالت څخه په تنګ دي.

په ټوله کي دا قومي مشران چي ، ولایت ته ځي راځي ، ښايې ګڼ شمېر د دولت سره ښه ملاتړ او همکاري ولري ، خو کله چي ، امنیتي همږغي سمه نه وي ، نو د ولسونو له همکاری ګټه اخیستل امکان نه لري.

مرکزي دولت د امنیتي حالاتو د سمون په خاطر دلته د ټولو امنیتي ارګانونو پر سر مرکز یو بل مشر معرفي کړی دی ، تورن جنرال عبدالجبار قهرمان ، له پیله د هغه راتګ پر نظامي مشرانو ښه نه لګېده او اوس هم د ملي اردو او نورو امنیتي ځواکونو مشران پر ځان د هغه مشرتوب منلو ته د زړه له صدقه تیار نه دي ، ښايې لامل به يې دا وې ، چي په ښه کار به يې د قهرمان نوم ښه وي او د بد کار زیان به يې خپله دوی ته رسېږي او یا هم دې ته ورته نوري کیسې.

د هلمند والي حیات الله حیات هم له همدې او دغه ته ورته نورو لویو ننګونو او خنډونو سره مخ دی ، د امنیتي ځواکونو په تیره بیا د قوماندانانو ترمنځ نه همږغي ، او د مرکزي ادارې د ځینو وزارتونو له خوا لاس وهل ، د ملي شورا د غړو ونډه ، چي دلته يي په امنیتي او ملکي برخه کي د ځان لپاره برابره کړې ده.

د هلمند امنیتي پرمختګ ځیني مهم اصلاحات غواړي په لوړو او کښته پوستونو کي باید والي ټول مسئولین تر خپلي رهبری لاندي سم عیار کړي، چي دغه کار د ملي شورا د ځینو غړو او په وزارتونو کي د ځینو لوړپوړو کسانو د خفګان او غبرګون سبب کېږي.

ښايې د هلمند نوی والي د دې ولایت د ښه امنیت لپاره ښه اراده او پلان ولري، خو تر څو چي مرکز يې په پوره توګه ملاتړ ونه کړې ، د ملي شورا د ځینوغړو لاس وهني او د وزارتونو په کچه د لاس وهنو په اړه يې ننګه ونه کړې ، نو دا به هم لکه د نورو والیانو په څېر مایوسه سي او بیا به د رسنیو له دې پوښتنې ، چي ولي مارجه او باباجي لا تراوسه د طالبانو په لاس کي ده ، ځان تېرباسي.

عام خلک په دې نظر دي، چي که دولت د مارجې او ځینو نورو سیمو د امن لپاره پلان لري، نو مهرباني دې وکړي دا اوس يې وخت دی ، چي کار پیل کړې ، او که د غنمو د ریبلو او حاصلاتو د اخیستلو وخت را ورسیدی او بیا عملیات پیلیږي ، نو دا به ولسي وګړو ته په لوی لاس زیان اړول وي ، خو په دومره لنډ وخت کي امکان نه لري ، چي والي صاحب دي ، د پوځ قوماندانان یوې چټکي جګړې ته چمتو کړي ، له بلي خوا د شمالي ولسوالیو لپاره پراخو عملیاتو ته اړتیا ده ، طالبانو هم د عمري عملیاتو په نوم اعلان کړی دی ، چي ښايې راتلونکی اوړی ، د نورو کلونو په پرتله د یوې قوي جګړې شاهد وي ، که مرکزي دولت بیا هم د هلمند د نوي والي تر شا ټینګ ونه دریږي ، د یو شمېر وکیلانو لاس وهني بندي نسي ، د پوځ مشران د والي هر امر ته لبیک ونه وايې ، نو ممکنه به نه وي ، چي مارجې او باباجي دي د طالب له لاسه ووزي او یا دې هم شمالي ولسوالیو ته امنیت وغځېږي ، لوی امکان سته ، چي دا ځل به طالبان تردې هم مرکز ته نږدي او ځیني خلک خو پر دې بېږي ، چي ټول هلمند به د طالبانو په لاس کښېوزي.