سرلوڅ مرادزی
د ټوټاپ پروژې له نومه، د نظام د نسکورولو هڅې!
د کریم خلیلي او محقق په مشرۍ د اسلامي وحدت قومي او سمتي تنظیم او د روشنايي په نوم د څو معلوم الحاله کسانوغورځنګ په تېره بیا د کابلښار په لاریون کې وښوده چې دوی په دې وروستیو کې د ټوټاپ د بریښنا پروژې پشان د ملي پروژو د پلیتوب د مخنیوي او له دې لارې د حکومت په کمزورۍ او ناکامۍ سره، د نظام نسکورولو ته خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي!
دا چې یو شمېر افغانان له افغان حکومته ګیله لري او په بېلا بېلو برخو په تېره بیا هېواد ته د سولې په راوړلو او د ډاډمن امنیت په برخه کې نیوکې لري، دا له هغه هڅو سره چې د ټاکلي جغرافیوي سیمې او د هغې د وګړو د ګټو په پلمه راپیل شوي، بیخي توپير لري او هیڅکله هم دواړه یو شان نه شي ګڼل کېدای!
د کابلښار لاریون کې د کریم خلیلې څرګندونې چې نوموړی له سالنګ لارې څخه د بامیانو په لار د ټوټاپ د بریښنايي پروژې لیږد د دولت په وړاندېسره لیکه اعلانوي، په حقیقت کې د نظام د ناکامۍ له لارې د هغه ړنګولو ته په نښه شوې چې حتمآ شاته يي د تهران او اسلام اباد ملاتړ شتون لري!
ویل کیږي چې لاریون څخه مخکې د ایران او پاکستان سره اړیکې نیول شوې دي. دا لاندې متن چې د ښاغلي ظریف امین یار له لیکنې څخه رااخیستل شوی، د پوره غور وړ دی« ۱ .قبل از تظاهرات بخاطر پروژه برق در افغانستان بین یک عده سران ایران و پاکستان صحبت های تیلفونی صورت میگیرد. ۲ .فردای آن محقق با سفیر پاکستان در کابل دیدار میکند. ۳ .سفیر ایران و پاکستان شام همان روز در سفارت ایران دیدار و گفتگو میکنند. ۴ .فردای آنروز وازرت خارجه ایران اعلان میکند که در صورت نا امنی و مسایل سیاسی در افغانستان ، ایران آماده است که لین انتقال برق از مسیر ایران عبور کند.۵ .همان روز تنظیم کننده های تظاهرات پروژه برق تهدید میکند و می گویند یا این پروژه از مسیر بامیان به کابل خواهد آمد در غیر آن هیچ انتقال نخوهد کرد.»
بلخوا د روشنايي غورځنګ دا دعوه چې خپلې وروستۍ هڅې د ټول ملت غوښتنه بولي، خوعمل کې بیا د هېواد له سراسري ګټو او ارزښتونو سره په ټکر کې د یوې ځانګړې جغرافیوي سیمې او ټاکلي ایتنیکي ډلې له ګټو ملاتړ کوي، هغه هم په درواغو او تش په خبرو د خندا وړ دي!
د کابل په همدې لاریون کې یوازې د یوه قوم وګړو برخه اخیستې وه، یوازې د یوه قوم په ژبه بیانې او شعارونه ورکول کېده، یوازې د یوه قوم سرخېلانو ګریوانونه څېرول او یوازې د یوې سیمې لپاره له حکومته غوښتنې کېدلې؟
د قوم او سیمې په نوم د دغه سیاسي دلالانو ټوله موخه دا ده چې د ملي پروژو مخه ډب کړي، مرکزي حکومت لا کمزوری کړي او په کور دننه په سیمه کې د خپلو بادارانو ورانونکې نقشې پلې کړي.
دوی په دې پوهیږي چې اوسمهال افغان حکومت د جګړې او د کورنیو او بهرنیو نورو ستونزو سره لاس وګریوان دی، حکومت له خوږې ګوتې نیسي او په دې پلمه چې د پروژې لار له سالنګونو څخه بامیانو ته وګرځي، د پروژې د پلیتوب مخه ډب کوي. د فیشنر جرمني شرکت چې دا پروژه پلې کوي وايي ، د سالنګ لار د بامیانو د لارې په نسبت ارزانه او اسانه پریوځي، خو دوی بیا هم پخپله پریکړه پرلپسې ټینګار کوي.
د دوی موخه بریښنا نه ده، ګنې ولسمشر اشرف غني ورته ډاډ ورکړی چې د غوربند له لارې به ۲۲۰ کیلو ولټه بریښنا بامیانو ته ورسوي، په دې سربېره بامیان په خپله هم د لمر د انرژۍ د یو سولر پارک د جوړېدو او هم د اوبو له یوه بند څخه د بریښنا تولید د دوي په ماسټرپلان کې شامل دي. خو دوی د بریښنا پرځای د بامیانو په لار د بریښنا د مزو لیږد او د بریښنا د ستنو درول غواړي. په داسې حال کې چې له دولت څخه د دوی غوښتنه باید بریښنا وي، نه بل څه! دا چې دولت په کومه لار دوی او یا نورو سیمو ته بریښنا رسوي، د دولت دنده ده او د دولت په امکاناتو او ډېرو نورو علمي او تخنیکي خبرو پورې تړاو لري. البته هر افغان حق لري چې د سلا په توګه دولت ته خپل نظر څرګند کړی، خو دا سلا او نظر باید د مشوري په برید کې وي او الزامي بڼه چې دوی يي غواړي، هسې نه وي!
روشنايي غورځنګ کې ټاکلي کسان په دې هڅه کې دي چې د ټوټاپ پروژه د نظام د نسکورولو لپاره د یوې وسیلې او وسلې پتوګه وکاروي.
په یوه وروستي خبر کې لولو:
«احمد بهزاد نماینده مردم هرات در ولسی جرگه در نوار ویدیویی که رادیو آزادی آن را بدست آورده است به مردم اش میگوید که پس از تظاهرات اخیر در شهر کابل باید در کشورهای کمک کننده با افغانستان نیز تظاهرات راه اندازی شود.
آقای بهزاد خطاب به هزارهها میگوید که به کمک کنندههای افغانستان باید بر ملا سازند که کمک های شان در این کشور حیف و میل میشود»
که چیري نور هېوادونه د احمد بهزاد په خوله په ریښتیا سره پرافغانستان مرستې بندې کړي، ایا دا به د بامیانو په لار د بریښنا د پروژې په پلیتوب کې ګټور پریوځي، که برعکس دا پروژه به ناکامه شي؟
ایا د بهرنیومرستو بندول، هغه هم په دې حساس وخت کې د افغانستان په ګټه دي؟ که د مرستو د بندولو پرځای د حکومت د کاریتوب او وړتوب لپاره هلې ځلې وشي، د فساد په مخنیوی او په حکومت کې د سمون لپاره هڅې ترسره شي، ایا دغه لار به غوره نه وي؟
بهرنیان افغانستان سره مرسته کوي، دا چې حکومت يي څنګه لګوي، باید په لګښت کې يی سمون او بدلون راشي، نه دا چې په داسې حالاتو کې مرستې بندې شي!
د بروکسل او وارسا د غونډو په مهال، سر له اوسه د څو تنو لنډه غرو په ګډون چې ځانونه د هزاره قوم استازي بولي، د لاریون ګواښونه او بهرنیانو ته خپله لمن پر سر اړول، د ټوټاپ پروژې او یا په ټوله کې د افغانستان له ګټو سره څه مرسته کولای شي؟
همداراز په لندن کې د ولسمشر سپکاوی، د بامیانو له لارې د ټوټاپ پروژې په پلیتوب کې څه مرسته کولای شي؟
ایا په داسې لمسونونو او پاروونو افغان حکومت اړویستلی شو چې ټوټاپ پروژه د سالنګ پرځای د بامیانو په لار پلې کړي؟
نن ټولو افغانانو او هزاره وروڼوته هم په ډاګه ده چې د دې غورځنګ د سرخېلانو موخې یوازې د ټوټاپ پروژې پورې تړلي نه دي، بلکې دوی له دې پروژې څخه د نظام د نسکورولو لپاره هغه هم د ګاونډیانو په مرسته او لمسون د یوې وسیلې په ډول کار اخلي.
دغه سرخيلان زیات نه دی، یوازې څوتنو ټول هزاره قوم یرغمل نیولی او د هغوي پر سر سیاسي سوداګري کوي. د کابلښار د ګارنیزون په اعلامیه کې يي هم د دې سرخيلانو یو شمېر کسانو ته اشاره شوي چې نومونه يي دا دي:
«احمد بهزاد- لطیف پدرام ـ ناهید فرید- عارف رحمانی ـ عزیز رویش ـ صادق مدبر ـ کریم خلیلی ـ سید حسین انوری ـ محمد اکبری ـ جعفری ـ سید هادی هادی ـ شفق ـ رمضان حسین زاده ـ ذوالفقار امید ـ داوود ناجی ـ جواد سلطانی ـ ذکی دریابی ـ آصف آشنا»
د کابلښار په وروستي لاریون کې چې کوم تاوان ملکي خلکو ته رسیدلی، حکومت باید هغه وارزوي او مجره يي باید له پورته کسانو څخه واخیستل شي او زیانمنو کسانو ته ورکړل شي.
په کور دننه د دغو کسانو خوځښت چې هزاره قوم له نورو افغانانو ډاروي او تېر باسي او بلوا ته يي چمتو کوي له هېواده بهر د طالب، القاعده او داعش له خطر او زیان څخه کم نه دی او نه ښايی بابیزه وګڼل شي او د دولت تر کلکې څارنې لاندې راشي.
بلخوا د ولسي جرګې دا غوښتنه چې د قوم او سمت په نوم جوړشوي تنظیمونه او ګوندونه چې ملي تګلار او کړنلار نه لری، سمتي او قومي تربګنیو او دوښمنیو ته لمن وهي او وسلوال ګروپونه لري ، باید له سره وارزول شی او داسې تنظیمونه ړنګ شي.
د ټوټاپ د بریښنا پروژه، یوه ملي پروژه ده او په ټول ملت پورې اړه لری. په دې اړه به وروستۍ پریکړه افغان دولت کوي، کومه ځانګړې قومي ډله او یا د ټاکلې سیمې د اوسېدونکو په نوم سیاسي دلالان په دې اړه د پریکړې واک نلري!
ملت ټول باید ویښ او هوښیار اوسي او د ملي ګټو په مهال باید پر مرکزي حکومت راټول وي.
د ۲۰۱۶ کال د مۍ ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی