د وطن ګوند د غړو د پوهاوې ګډې کمیټې نوبتي غونډه جوړه شوه
نن د جمعې ورځ د ۱۳۹۷ هج شمي کال د غبرګولي د میاشتي پر څلورمه نیټه چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د می د میاشتې ۲۵ مې نیټې سره برابره ده، د وطن ګوند د پوهاوې ګډې کمیټې ناسته د محترم انجینر نظر محمد په مشرۍ په کابل ښار کې ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو د ۱۳۹۶ یم کال د مرغومې د میاشتې ۲۲ نیټې د اعلامي او طرزالعمل په رڼا کې د ګډې کمیټې کړنې او فعالیتونو وڅیړل، جدي نیمګړتیاوی او د کار کمزوري اړخونه یی په ګوته کړل او د رفعې لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه د ګډې کمیټې غړو د محترمو ملګرو انجنیر نظر محمد او عبدالبجار قهرمان ترمنځ وروستۍ ګډه ناسته په داسې حال کې چې یو شمیر ګوندی ملګری هم حاضر وو د وطن ګوند د غړو د پوهاوی بهیر د پیاوړتیا، د سوتفاهماتو او بې باوری د له منځه وړلو، د تشکیلاتي ادغام او واحدو ګوندي شوراګانو د جوړیدو ژر ترژره پیل، د پوهاوې ګډه پروسه کښې د شاملو جوړښتونو او انفرادي شخصیتونو ترمنځ د متقابل باور او همغږۍ د غښتلې کیدو او بلاخره د واحد آدرس نه د ټولو کړنو او اقداماتو د سمبالښت په خاطر ترسره شوې وه ډیره اړینه او ګټوره وبلله او پریکړه وشوه چی شوي توافقات به د ګډي کمیټې د یوې اطلاعې او یا پریکړه لیک په ترڅ کښې د وطن ګوند د غړو او مینه والو د ډاډ په خاطر د ټولنیزو شبکو له لارې نشر ته وسپارل شي.
او همدارنګه په غونډه کښی د غوایی د میاشتی د ۲۵ نیټی د پالټاک ګډی ناستی د مطرح شویو مطالبو په هکله هم اوږدی او هراړخیزی خبری وشوی چی د غونډی برخه والو ناسته ګټوره وبلله او پریکړه یی وکړه چی په هیواد کښی دننه او بهر ملګرو ترمنځ د متقابل باور او همغږۍ د تامین په منظور د دا ډول ناستو سلسله جاری وساتل شی او همداراز په بهر کښی د هیوادونو او حوزو په تفکیک یی یو شمیر ملګری په نښه کړل چی د بهر ملګرو په استازیتوب د ګډی کمیټی سره د دندو د اجرا په کار کښی برخه واخلی. هیله څرګنده شوه چی په نښه شوی ملګری په ډیر ژر پخپلو کښی ناسته وکړی، خپله کاری سیمه، د کار طرزالعمل او د اجرااتو مسولین به مشخص او ګډی کمیټی ته به ډاډ ورکړی. البته د ملګرو نوملړ به د یو څه اضافی غور او بهرمیشت ملګرو د پیشنهادی نظریاتو په پام کښی لرلو سره ډیر ژر ورولیږل شی.
غونډه په هیواد کښی د تل پاتی سولی او د وطن ګوند د پیاوړی حضور د تامین په هیله د بشپړ یووالی په فضا کښی پای ته ورسیده.
اجلاس نوبتی کمیته مشترک تفاهم اعضای حزب وطن تدویر گردید
امروز جمعه مورخ 4 ثور سال 1397 هجری شمسی که برابر است با 25 می سال 2018 میلادی اجلاس نوبتی کمیته مشترک تفاهم اعضای حزب وطن تحت ریاست محترم انجنیر نظر محمد در شهر کابل دایر گردید.
اشتراک کننده گان اجلاس در روشنی اعلامیه و طرزالعمل 22 جدی 1396، کارکردها و اقدامات کمیته مشترک را به بررسی گرفت، نواقص و نارسایی های جدی را برشمردند و برای رفع آن سفارشات و تاکیدات لازم توصیه نمودند.
کمتیه مشترک همچنان نشست اخیر رفقای محترم انجنیر صاحب نظر محمد و عبدالجبار قهرمان که با حضورداشت برخی رفقای حزبی به منظور استحکام هرچی بیشتر پروسه تفاهم بین الحزبی، رفع سوی تفاهمات و بی باوری ها، آغاز هرچی زودتر کار عملی ادغام تشکیلاتی و ایجاد شوراهای واحد حزبی، ایجاد هماهنگی و اعتماد متقابل بین ساختار ها و شخصیت های انفرادی شامل پروسه تفاهم و بلاخره اجرای کلیه فعالیت ها و اقدامات از آدرس واحد آنچنانیکه در اعلامیه به آن اشاره و تاکید شده است، ضروری و مفید دانسته فیصله بعمل آوردند تا توافقات مشترک طی اطلاعیه و یا فیصله کمیته مشترک غرض اطمینان اعضای و هواخوان حزب از طریق شبکات اجتماعی در کوتاه ترین زمان ممکن به نشر سپرده شود.
و همچنان در اجلاس روی مسایل مطروحه تاریخی 15 ثور جلسه مشترک پالتاک بحث و تبادل نظر همه جانبه صورت گرفت و اشتراک کننده گان اجلاس نشست مشترک را مفید و اثر گذار ارزیابی نموده فیصله نمودند که به منظور تأمین هرچی بیشتر اعتماد کامل و هماهنگی بین رفقای داخل و خارج از کشور سلسله تدویر بعدی همچو نشست هارا در پلان کاری کمیته مشترک شامل سازند، ناگفته نباید گذاشت که اجلاس اسمای تعدادی از رفقا را به تفکیک کشورها و حوزه ها مشخص نمودند تا به نمایندگی از رفقای مقیم خارج در پیشبرد امور مربوطه پروسه مشترک تفاهم همکاری نمایند و نیز ابراز امیدواری گردید تا رفقای نامبرده در کمترین فاصله زمانی ممکن بین خود جلسه نموده ساحه کار، طرزالعمل و مسئولین اجرا را مشخص ساخته به کمیته مشترک اطمینان دهند. البته لست اعضای موظف عنقریب بعد از غور اضافی و نظریات پیشنهادی رفقای مقیم خارج غرض آگاهی ارسال میگردد.
کار اجلاس به امید صلح پایدار در کشور و تأمین حضور نیرومند حزب وطن در صحنه سیاسی کشور در فضای همبستگی کامل به پایان رسید.