د ۱۳۹۳ کال ټولټاکنو او د هغو لپاره چمتووالي، له خپل ګټورتوب سره سره هېواد ته د جوړونکو او نوښتګرو هلوځلو پرځای، د خپلمنځي چنو او ناندریو په لامل، د افغانانو نږدې یوکال وخت او فرصتونه په اوبو لاهو کړل!
که تېر یو کال کې د ټاکنو بهیر ته وکتل شي او ځینې څنګنۍ پېښې او لیدلورې یوخواته پریږدو، په ټولیزه توګه دلته دوه تګلارې او دریځونه په ډاګه او څرګنده معلومیږي:
لومړۍ هغه، په ټاکنو کې د افغان ولس پراخ ګډون او د ټاکنو په مټ د زاړه او فاسد پخواني حکومت پرځای د نوي او کاري حکومت غوښتنه او داسې حکومت ته د افغانانو تنده او لیوالتیا.
ــ دوهم دریځ، په ټاکنو کې د ولسي پراخ ګډون په وړاندې سبوتاژ، پلمې اوتوطیې او په یوه یا بله بڼه د راتلونکي نوي حکومت د جوړېدا مخنیوي او له دې لارې د زاړه فاسد حکومت د پاتې پرزو او لیدلورو خوندیتوب او ساتنه!
خو له ټاکنو روسته اوس هم، د نوې کابینې په جوړېدا او د ملي یووالي د حکومت او د هغه د دندو په تفسیر کې لکه د ټاکنو د بهیر پشان، افغانان له پورته دوه لیدلورو او دریځونو سره مخامخ دي.
د ټاکنو د پایلو په اړه د عبدالله ټیم ماشومانه ځیل او لالچ او د قانون ضد مقاومت چې یوخوا يي ټاکنو کې د ځان په ګټه، بهرنیو لاسوهنو ته لار پرانیسته او بلخوا يی د بهرنیانو پر مټ د اشرف غني په مشرۍ د بدلون او دوام ټیم دې ته اړویست چې ټاکنو کې خپلې بريا او د دوی په ماتې پسې ډېر ونه ګرځي او د دوی په تفسیر او بیان، ملي لوړه ګټو ته په پام، دوی سره په ګډه د ملي یووالي حکومت جوړکړي. همدارنګه دوی وغوښتل افغانانو ته وښۍ، بویا د تېر په توپير اوس دوی تغییر کړی، له پېښو او تېر تاریخه يي زده کړه کړې؛ نور د زور، مقاومت او حتي دولت سره د اپوزیسیون په کیسه کې نه دي!
البته داسې کړچار، په ښکاره ګټور او ملي اقدام معلومیږي خو شا ته دوی غواړي دا ځل په دې نوم«تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړي»!
دا چې د عبدالله ټیم ځینې خپلسرې غړې لاهڅیږي چې که د مقاومت په پېېښو، پلمو او ناندریو د ملي یووالي حکومت کې ځان ټومبلی شي نو بیا به په هره مسله او په تېره بیا د کابیني جوړښت کې هم، په ناندریو او چنو د دوی ناقانونه غوښتنې په ښه توګه او ژر پلې کېدلای شي!
په دې اړه د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون د مشر ښاغلي عبدالستار سعادت دا وینا چې وايي « « افغانستان کې د انتخاباتو کاندیدان د جمهوري ریاست د ټاکنو د دوامداره جنجالونو وروسته په دې باور شوي دي چې حتی د ناکامۍ په صورت کې هم په اعتراضونو او زور سره کولای شي لږ تر لږه یوه ونډه ترلاسه کړي» د پېښو له روان بهیر سره اړخ لګوي.
اوس چې دغو خپلسرو کړیو، د یو باندې زر پلمو او چلوټو په مټ، په ملي یووالي حکومت کې ځان څلیښت او پیوند کړ، غواړي دا حکومت د خپلو ځانګړو ګټو او اندونو سره سم افغانانو ته تفسیر او بیان کړي، څو په دې توګه د ټاکنو په پایله کې چې باید کوم حکومت رامنځته شي، هغه له ملي او پرمختیایي موخو څخه راوګرځوي او دهغه د بریا مخه ډب کړي.
له دې سربېره دغه کړۍ چې ټاکنو کې يي څرګنده او تاریخي ماته وخوړه او بیا يي د پردیو په مټ خپلې ماتې ته د ملي یووالي حکومت په جوړښت او هغه کې پخپل ګډون، د وړو پزه کېښوده، اوس غواړي دا ګډوله حکومت هم شاړ او شنډ کړي او افغانانو ته وځلوي چې دا په حکومت کې دننه ددوی سبوتاژ نه دی بلکې د پيکه او بدرنګه ټاکنو په پایله کې د جوړ شوي حکومت ګرمتیا ده!
خو بل لور ته د ملي یووالي له حکومته د دغو کړیو خپلسری تفسیر، د داسې حکومت له مفهوم ، دندو او واکونو سره ژور توپير لري. د عبدالله په مشرۍ د اجراییه پست ویاند مجیب الرحمان رحیمي شپه او ورځ په دې یوه خبره لګیا دی چې د ملي یووالي حکومت یعنې د کابینې او نورو لوړو څوکیو په سلو کې پنځوس په پنځوس ویش!
بلخوا دوی د ملي یووالي د حکومت نورې دندې پرځای یښې، دا چې امنیتي وضعه په ټاکنو کې ددوی د شخړو په لامل بدتره شوې او یا د هیواد نورې بېړنۍ چارې، دوی يي د یوې په کیسه کې هم نه دي! دوی یوازې په دې لګیا دي چې کله به دا اجراییه پست د صدارت پست ته لوړیږي، یا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د هغه د تفتیش کمیسیون چارواکي چې ټاکنو کې يي د دوی رايي لږې ښودلې ولې د دوی په اند ژر نه محاکمه کیږي او داسې نور!
خو د ملي یووالي حکومت کې د واک او څوکیو د ویش خبره اصلآ نشته. د اساسي قانون له مخې افغانستان ریاستي نظام لري چې د اجراييه، مقننه او قضایه درې ګونو قواو په سر کې ولسمشرځای پرځای دی.د ولسمشر واکونه او دندې د اساسي قانون په ۶۴ ماده کې په ډاګه تسجیل شوېدي، په هغو کې تغییر نه شي راتلی چې اساسي قانون کې د لويي جرګې لخوا بدلون رانشي!
اجراییوي پست چې په اړه يي لویي غوغا ته لمن وهل کیږي، د ولسمشر په فرمان رامنځته شوی او کېدای شي که اړتیايي نه وي د کوم بل فرمان په وسیله له منځه لاړهم شي. بلخوا اجراییوي پست، ولسمشرۍ سره کوم موازي پست نه دی او نه په حکومت کې دننه کوم بل حکومت دی چې ځینې کړۍ يي د ځانګړو ګټو په موخه دا ډول تفسیروي. همداراز د دې پست په رامنځته کېدو سره په اساسي قانون کې د ولسمشر واکونه او دندې نه دي بدلې شوي او نه بدلېدلای شي. د ملي یووالي په حکومت کې د دې پست د رامنځته کېدو موخه داده چې ددې پست په سر کې ټاکل شوی کس په ښې حکومتوالۍ او همداراز په حکومت کې د وړ او مسلکي کسانو په ګمارنه کې ولسمشر ته سلا ورکولای شي. په دندو د هغه اشخاصو ګمارنې او له هغو رپوټ اخیستل چې اساسي قانون يي واک ولسمشر ته ورکړی، یوازې د ولسمشر دنده ده.
ولسمشر به کابینه ټاکي چې د اساسي قانون له مخې د ده دنده ده او الزامي ده او بیا به يي ولسي جرګې ته ورپېژني چې د دې جرګې لخوا هم تایید شي او په رسمي توګه په کار پیل وکړي. البته د نورو سلاکارانو تر څنګ اجراییوي پست والا هم ولسمشر ته د کابیني د غړو په ورپېژند کې سلا ورکولای شي، نه بل څه یا زیات څه!
دا خبره چې د کابینې او نورو لوړپوړو چارواکو څوکۍ به د ولسمشر او د اجراییوي پست والا کس ترمنځ په سلو کې پنځوس پنځوس ویشل کیږي، په یوه حکومت کې به دوه سري، درې سرې او یا څو سري موازي حکومتونه رامنځته کیږي او حکومت به دننه پخپل ځان او نس کې اپوزیسیون هم لري ځینې ملي ضد کړۍ او د هغو په لاړو لمدې رسنۍ يي له بده نیته او په لویلاس خپروي!
د ملي یووالی حکومت د چوکيو د مساوي ویش لپاره نه دی رامنځته شوی، بلکې داسې حکومت افغانانو ته ځواب ورکوونکی دی او افغانانو ته باید په هر ټاکلي وخت د خپل کار او خدمتونو رپوټ ورکړي.
بل پلو د ملي یووالی حکومت کې د چوکیو مساوي ویش، له قانون څخه د بې خبرو او یا د هغو کسانو ډنډوره ده چې غواړي اوبه خړې او کبان ونیسي. افغانانو په ټاکنو کې ځکه پراخ ګډون وکړ اوغواړې د هغو په پایله کې داسې یوه کابینه رامنځته شي چې د دوی ډب شویو تاریخي غوښتنو او اړتیاوو ته وړ او د وخت له غوښتنو سره سم ځواب ووايي.
کابینه کې باید هغه کسان وټاکل شي چې په تېرو وختونو او تېروحکومتونو کې يي لاسونه په فساد او د افغانانو په وینو ککړ نه دي. کابینه باید « د کار اهل ته د کار سپارل» پر بنسټ رامنځته شي.
همداراز کابینه او په لوړو څوکیو د شخصیتونو ټاکل باید په لومړي ګام کې د نارینه او ښځینه نوی پښت، د کار وړ او مسلکي ځوانانو له منځه غوره شي، نه د پخوانیو مفسدینو او میرزا قلمانو له منځه!
بلخوا که عبدالله او د ده په ټیم کې روغ کسان ملي هوډ ولري چې افغانستان له روان کړکیچه ووځي، مهرباني دې وکړي، له خپل ټیمه په تېره بیا د ویاند پتوګه مجیب الرحمان رحیمي چې معلوم الحاله خراساني (ایراني) او ځان پخپله د معاصر افغانستان دوښمن بولي، له خپل ټیمه او د ویاندۍ له دندې رخصت کړي!
دعبدالله ټیم په استازیتوب د ملي یووالي حکومت کې د داسې کسانو شتون نه یوازې د دي حکومت د ملي توب له مفهوم او روحيي سره اړخ نه لګوي او نه ښايي په داسې حکومت کې ځای ولري، بلکې داسې کسان پخپله عبدالله او د هغه ټیم ته هم، لوی سر درد ګڼل کیږي!
د ۲۰۱۴ کال د نومبر ۷ مه