کابل – افغانستان
۲/ لیندی /۱۳۹۷
انجینر نظرمحمد
F
د وطن ګوند د غړو او مینه والو په نامه
F
پیغام
F
قدرمنو ملګرو او دوستانو !
ګران هیواد افغانستان د تاریخ په ډیرو حسا سو او پیچلو شرایطو کی قرار لری ، تپل شوی جګړه هره ورځ زموږ د خلکو نه قربانی اخلی او د جګړی اصلی قربانیان هم تر ډیره حده بی دفاع ملکی خلک او له دی جملی ښځی او ماشومان دی .
زموږ د هیواد ملی ، دفاعی او امنیتی ځواکونه پداسی حال کی چه په هیواد کی میشت د بهرنیو هیوادونو د نظامیانو ملاتړ هم له ځان سره لری په هیواد کی د سولی او ټیکاو په موخه د وطن د دښمنانو او اجیرو جګړه مارو پر ضد په سرښندنه او میړانه سره جنګیږی او قربانی ورکوی خو ددی ټولو سره سره جګړه او تاو ترخوالی نه داچه کابو شوی نه دی بلکه د هری ورځی په تیریدو سره ئی لمن نوره هم پراخه شوی او زموږ د خلکو د بی وسئ ، بی روزګارئ ، نادارئ او مظلومیت کچه ئی د پخوا پر پرتله څو برابره لوړه کړیده .
د هیواد اوسنې ترینګلی سیاسی ، ټولنیز اوپوځی حالت ته په پاملرنه ، د سیمی او نړئ ویروونکو بدلونونو او پراختیاوو ته په کتو چه زموږ د هیواد د نن او سبا په برخه لیک نیغ په نیغه اغیز لری نو ځکه هم د موجوده ګواښونو او ننګونو سره د مقابلی او د هیوا د ملی ګټو د دفاع په خاطر د ټولو ملی ، مترقی ، دموکرات او تحول غوښتونکو ځواکونو د بیړنیو ګډو کړنو او اقداماتو ضرورت د بل هر وخت په پرتله دا اوس اوس نور هم اړین او برجسته کیږی ، او دهمدی ضرورت له مخی ده چه د یو موټی واحد ځواک په توګه د وطن ګوند قانونی حضور چه د هیواد د نن او سبا په سیاسی معادلو کی ځانګړی آغیز ولری د ګوند د غړو په وړاندی یوازی او یوازی ګوندی امر نه بلکی ځنډ نه منونکی وطنی دنده ګڼل کیږی.
قدر منو ملګرو او دوستانو !
په یاد لرئ چه کابو یو کال د مخه د څو میا ښتنیو اوږدو خبرو اترو او متقابل پوهاوی په نتیجه کی د ( وطن ګوند دغړو د پوهاوی ګډه کمیته ) د وطن بنیادی اصولو ته د ژمنو سازمانونو ، جوړښتونو بنسټونو او انفرادی غړو د واکمنو آستازو له ترکیب څخه د ګوند د غړو د انسجام ، همغږئ او یو موټیتوب په هدف جوړه شوه چه خپل موجودیت ئی دیوی ګډی اعلامیی په واسطه چه ګډ توافقات ورپکی په نښه شوی وو د ۱۳۹۶ شمسی کال د مرغومی په ۲۲ نیټه د ټولنیزو شبکو له لاری اعلان کړ .
د پوهاوی ګډی کمیټی په ایجاد سره ددی هیله او تمه کیده چه د وطن ګوند د اصلی اډانی څخه بیل شوی بیلا بیل سازمانونه ، جوړښتونه، جزیری او بڼسټونه به چه کلونه کلونه ئی د وطن ګوند په نوم په جلا جلا توګه فعالیت کړی او هیڅ یو ئی هم نه یوازی په دی نه دی توانیدلی چه د وطن ګوند قانونی او سراسری حضور تأمین کړی بلکه ورسره ورسره ئی د ګوند دغړو تر منځ واټنونه زیات کړی او بی باورئ ته ئی لمن وهلی ده ، نو به په پخوانئ بڼه خپل موجودیت ته د پای ټکی کیږدی خو له بده مرغه چه په دی کار تر اوسه پوری هم په بشپړه توګه نه یو بریالی شوی .
خو ددی ټولو سره سره دا به عادلانه او منصفانه نه وی چه ددغو سازمانونو او جوړښتونو کړنو او اغیز ته کم ارزښت ورکړل شی ، دا ځکه چه دوی هر یوه د ګوندی غړو د انسحام او راټولیدو او همدا رنګه د کوند او دګوند د رئیس شهید ډاکتر نحیب الله د نومونو په ژوندی ساتلو سره ارزښتناک ګامونه اوچت کړیدی، او په همدی اړوند دا بیخی پر ځای بولم چه د وطن ، ملی وطن ، ملی هیواد ، د وطن ګوند د عمومی مجمع د تدویر او تدارک اروپائی کمسیون ، د وطن ګوند دبیا رغونی کمیټه، د وطن کوند دعمومی مجمع د تدویر او تدارک سراسری کمسیون ، د شهید ډاکتر نجیب الله بنسټ ، د افغانستان د ځوانانو دموکراتیک سازمان ، د وطن د مبارزو ځوانانو سازمان ، دوطن یا کفن په نومونو دسیاسی او ټولنیزو جوړښتونو د مسئولینو او رهبری غړو څخه په درنښت او قدردانئ سره یادونه وشی. ددی تر څنګ دا هم اړینه ګڼم تر څو ددغو مسئولینو له ډلی څخه د خدای بخښلی شهید عبد الجبا ر قهرمان څخه چه نور زموږ په منځ کی نشته خوکړنی او یاد ئی تل تر تله ژوندی دی په لڼده توګه یادونه وکړم .
شهید عبدالجبار قهرمان ملی او پوځی شخصیت او د هیواد ملی ګټوته ژمن سړی وو ، د هیواد او خلکو څخه د دفاع په خاطر په میړانه و جنګیده او خپلی پوځی دندی ئی په پوره صداقت او ایماندارئ سره تر سره کړی چه د همدغو خدمتونو په وجه د وخت د جمهورئیس اروا ښاد شهید ډاکټر نجیب الله له خوا د قهرمانئ په لقب و ویاړل شو ،او همدا رنګه شهید قهرمان په ولسی جرګه کی د خلکو د استازی په توګه د هیواد د ملی ګټو څخه په دفاع کی دریدلی او د هر ډول بی قانونئ ،فساد او بی عدالتئ سره ئی په زغرده اواوچت اواز مبارزه کړیده . نوموړی تیر کال د وطن ګوند دغړو د انسجام په خاطر ملا وتړله او د انسجام کمیټی په ایجاد سره ئی وکولای شول په مرکز او ځنی ولایتونوکی ګڼ شمیر ګوندی غړی او مینه وال سره راټول او په ټولنه کی د وطن ګوند د بیا قانونی حضور هیلی او امید ونه لا زیاتی ژوندی وساتی . خو ددی ټولو کړنو او انسجام کمیټی د جوړیدو تر څنګ شهید قهرمان په دی پوره پوهیده او باوری وو چه د وطن ګوند په نوم د ټولو جوړښتونو ، سازمانونو آو انفرادی غړو د همغږئ او یووالی او همدا رنګه د یوه واحد اعتباری ادرس نه پرته به د وطن ګوند قانونی حضور هم ناشونې وی ، د همدی ضرورت له مخی ارواښاد قهرمان د نورو بنسټونو او ګوندی ښخصیتونوسره په ګډه د ( وطن ګوند د غړو د پوهاوی ګډه کمیټه ) چه مخکی ورته اشاره شوی او پخپله ارواښاد هم د هغی غړی وو دیوه باوری او منل شوی نهاد او ادرس په توګه رامنځته کړ.
زموږ ټولو دنده ګڼل کیږی تر څو ددی بڼسټ څخه چه د میاشتو میاشتو اوږدو خبرو اترو او پوهاوی څخه وروسته موږ پخپله جوړ کړیدی او ګډ توافقات مو د اعلامیی او طرزالعمل په سندونو کی ځای پر ځای او خپاره کړیدی نو بایده دی هغوی ته ژمن و اوسو او په ټینګه ئی ملاتړ وکړو ، پری نه ږدو چه دا فرصت چه په باوری توګه به وروستنی فرصت وی هم له لاسه ورکړو ، سو تفاهم او نیمګړتیاوی په موږ ټولو پوری اړه لری او نباید چه موږ د ګډو موافقو نه مخکی ادرسونو او تیرو ناکامو تجربو په لور ور وکاږی .
ویاړلو ملګرو او دوستانو !
د پوهاوی لڼډ مهاله کمییټی غړیتوب امتیاز نه بلکه په دی ناباوره حالاتو کی د وطن او ګوند په وړاندی درندو مسئولیتونو ته اوږه ورکول دی ، زما غوښتنه ستاسو هر یو څخه داده چه پخپل ټول وس او امکاناتو سره د ګډی کمیټی او شویو موافقو څخه په ټینګه ملاتړ وکړو او غیر مسئولانه اوبیباکه چلند به د هیواد او ګوند دپاره ناوړه او نه جبران کیدونکی پایلی ولری چه په هغه صورت کی به مسئولیت موږ ټولو ته په یو شان متوجه وی .
د خپل ځان له خوا چه پخوامی هم څو څو ځله یادونه کړیده یو ځل بیا په ډاګه کوم چه د هیڅ کوم ګوندی مقام د پاره نه نن او نه هم سباته کاندید یم ، یوازی او یوازی د هیواد او ګوند په وړاندی د مسئولیت په احساس سره د ګوندی غړو د انسجام او همغږئ په خاطر د وطن ګوند ( د ۱۳۶۹ کال د عمومی مجمع منتخب ) د مرستیالئ له مقام څخه هغه هم د پوهاوی کمیټی د غړو په غوښتنه او آن دا چه د ځنی ملګرو په پیش شرط د لڼډ مهاله پوهاوی کمیټی د کړنو لارښوونه او مدیریت وکړم .
زما وړاندیز به د ګوند رهبری هیئت ( ا جرائیه هیئت اومرکزی شورا ) غړو ته د پخوا په شان بیا هم همدا وی چه بی له دی چه خپله رهبری د پوهاوی په بهیر تحمیل او یا هم د سبا ورځی د پاره کوم ګوندی مقام ته تمه ولرو ښه به داوی چه د ملی او ګوندی مسئولیت له مخی د کوند د غړو د همغږئ او یوموټیتوب او همدارنګه په ټولنه کی د وطن ګوند د بیا قانونی حضور په موخه هغه څه چه په توان کی مو وی ونه سپموو.
په پای کی اوسنیو حالاتو ته په کتو او د وطن او ملګرو په وړاندی د مسئولیت په ژور احاس سره پدی وسیله تاسو هر یو ته مراجعه او بلنه درکوم تر څو ټول په ګډه د ( ۱۳۶۹ کال د عمومی مجمع ) د تصویب شویو بڼسټی اصولو او د ۱۳۹۶ کال د جدی د میاشتی د پریکړو او توافقاتو په پیروئ سره د واحد وطن ګوند د قانونی حضور د تأمین په خا طر د ګوند د عمومی فوق العاده مجمع په دایریدو سره په داسی توګه چه ورپکی په برابرو حقونو د ټولو ګوندی غړو د نیغ په نیغه او باالواسطه ګډون ضمانت شوی وی ، د موافقه شوی واحد مکانیزم په چوکاټ کی خپلی ټولی فردی ، ګروپی او سازمانی هڅی او امکانات سره شریک او په ګډو عملی کړنو سره تیر ضایع شوی فرصتونه هم په لڼډه ممکنه زمانی فاصله کی تلافی کړو.
د وروستئ خبری په توګه زما وړاندیز به هغو ګوندی ملګرو ته چه ګډ سیاسی تیر (ګذشته ) لرو او د ځنی مسئلو په اړوند ځانګړی لید لوری ! راځئ چه د وطن ګوند د یو واحد ادرس او تجمع په مکان ومنو او هغه څه چه په سبا پوری اړه پیداکوی ، موږ ټول د نظرونو دوړاندی کیدو امکانات او چانس لرو پری به ږدو چه د ګوند عمومی مجمع د معقولو او جوړوونکو نظرونو په اتکا د وخت د ایجاباتو سره برابر ټولو پوښتنو ته ځواب ووایی .
زموږ یووالی او یو موټی توب دداسی بیاوړی سیاسی ګوند چه د ټولنی د نن او سبا په سیاسی معادلو کی اغیزمن رول ولری په ټینګه ضمانت کوی .
و من الله توفیق