الف.م.الف
آشنا ته !
ته وائې شعرولیکه
پیل ئی له څه نه وکړم
زما د زړه په وینو
سمسور د هیلو بڼګی
چه می د خپلې ځوانۍ
دعقل پانګه او د مټوقوت
د هغه
د سمسورتیا په لارکی
په نذرانه ایښې وو
هغه بی رحمه توپانی سیلیو
هغه سرکښه او یاغی بادونو ونړاوه !
نن پر هماغه مېله
د شنو توتیانو او بلبلو په لاښونو باندی
شوم لغړڅټي ټپوسان ناست دی !
او د تنکیو نابالغو ګلو
پر هدیرو باندی ځوزان راشنه دی !
نو اوس
اشنا ته راته لار وښایه
چه زه د چا په نامه شعر ولیکم ؟
د تالا شوی بڼګی ؟
که د بلبل په مړینه ؟
او یا د نامرادو تاندو هیلو په نوم ؟
نه !
زه څه لیکلی نه شم
زما له ستړي روح نه کوکې خیږی
له تا نه هیله کوم
چی می بی سده سرته
یو څه خودی ورکړی
او په دی پردیس زړه کی مې
د مینې شور پیداکړی
نو پاڅه د مینی په نوم
ډک کړه دا تش جامونه
چه پری تازه کړو اشنا
زما او ستا د تیرو
خواږه و ترخه یادونه
***