د ۱۳۵۴ کال ګوندي کنفرانس او استاد خیبر
د ۱۳۵۴ کال د جدي په څلورمه چې د ۱۹۷۵ کال د دیسامبر د ۲۵ مې سره سمون خوري، د کابل ښار د کارته چار په یوه کور کې د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند کنفرانس جوړ شو. د کنفرانس د ګډونوالو کره شمېر مې له یاده وتلی خو د ۵۰ ــ ۶۰ تنو په شاوخوا کې وو. دې کنفرانس ته د لوی ننګرهاره موږ څلور تنه، د کونړ د څوکۍ څخه عبدالربي معلم ، ډاکټر خدایداد بشرمل، سرلوڅ مرادزی او سرور یورش چې هغه مهال د ننګرهار د پراختیا پروژې اداري رییس وو، بلل شوي وو. کنفرانس کې د تشکیلاتي مسایلو سربېره چې مرکزې کمیټې او سیاسي بیرو ته پکې نوي کسان ورزیات شول، عمدتآ د سردار محمد داوود خان د حکومت په وړاندې د ګوند دریځ تر بحث لاندې ونیول شو. کنفرانس چې ویاند يي استاد میر اکبر خیبر وو، د بحث لپاره يي لاندې څو وړاندوینې مخې ته کېښودي.
که چیري حکومت پر ګوند حمله وکړي، څه به کوو؟
که پر حکومت بله ډله کودتا او یا حمله وکړي، څه به کوو؟
که بله کومه ډله پر ګوند حمله کوي څه به کوو؟ (۱)
په کنفرانس کې له دې خبرو داسې اندیښنه څرګندېده چې افغانستان، د داوودخان د کودتا پشان د یوه بل ورته حالت سره مخ دی او کنفرانس د دې لپاره بلل شوی چې پېښېدونکې حالت ته له چمتوالي سربېره، له حالاتو ګټه پورته کړي او حالات د ځان په ګټه وڅرخوي او یا هېواد او نهضت وژغورل شي.
بالکل دوه اندیښنې: د ګوندي تشکیلاتو ژغورل او د واک لپاره د ګوند چمتو کول او یا د هېواد او نهضت ژغورل. یو دریځ د ګوند په ژغورنګ او بل دریځ د هېواد او نهضت په ژغورنګ څرخېده.
پورته پوښتنو ته د ځواب او د ځان په ګټه حالاتو ته د لوري ورکولو په اړه د دې دوه دریځونو بحث تود او نظرونه سره بېلا بېل ول. د هېواد او نهضت د ژغورلو په دریځ کې استاد خیبر او د هغه پلویان ولاړ ول او بلخوا د ګوند او واک ته د رسېدو په دریځ کې ببرک کارمل او د هغه لارویان.
په ټوله کې استاد خیبر په دې نظر وو چې د داوود خان لخوا وړاندې شوي تګلار او اقدامات هم زموږ د ټولنې له جاغوره پورته دي. که د ټولنې د ودې په موجوده حال کې دغه اقدامات عملي شي، د ټولنې د پرمختګ سره مرسته کوي، څه رسېږي دې ته چې موږ تر هغه زیات د مدرنې دیموکراسۍ، د غیرې پانګوالې ودې او یا سوسیالیستي بدلونونو لپاره مټې رابډ وهو. د استاد خیبر دریځ د خپلې افغاني ټولنې په اړتیاوو او د تحولاتو څخه د ټولنې د ملاتړ پر بنسټ ولاړ وو. استاد خیبر ټولنې ته ارماني حکومت او نظام نه غوښت، د حکومت او نظام لپاره د هغه طرحه د ټولنې د عیني شرایطو او د بدلونونو څخه د ټولنې د ملاتړ د کچې سره تړلې وه. که ټولنې ته ښکلې ارمانې نظريې او تګلارې وړاندې شي چې ټولنه يي ملاتړ ونکړي او تطبیقي جنبه ونه لري، تغيير نه راځي. استاد خیبر پخپل همدغه دریځ په وروستیو کې د ببرک کارمل او د هغه د لارویانو لخوا د یوه بیرته پاتې پښتون نشنالیست او حتی فاشیست په نومونو کنځل کېده! د استاد خیبر د وژلو پل هم باید په دې کنفرانس کې د نوموړي د یاد دریځ په ریښه کې ولټول شی.
د استاد خیبر له نظره د داوودخان له تګلارې او اقداماتو څخه د ملاتړ په صورت کې، د هغه حکومت دا اړتیا نه درلوده چې پر ګوند دې حمله وکړي، یعنې پر ګوند د حملې پلمې ته ځای نه پاتې کېده. بلخوا له حکومته د ګوند ملاتړ، د نورو ډلو لخوا د بلواوو او کودتاګانو په وړاندې هم د داوودخان حکومت پیاوړی کاوه. د تېرو ۴۵ کلنو تجربو هم په ډاګه وښوده چې د استاد خیبر دریځ، هغه مهال د وخت غوښتنه وه. که ټولنې د داوودخان په حکومت کې ډېر پرمختګ هم نه وای کړی، د تېرو ۴۵ کلونو د ډېرو ورانیو مخه به نېول شوی وای. ګوندونه د وخت د اړتیا پر بنسټ جوړیږي او دایمي شتون يي حتمي نه دی، همدارنګه د ګوندونو پالېسي هم تل بدلون مومي او ابدي نه وي. که موږ هغه مهال د ګوند تشکیلات له لاسه ورکول، د ګوند موخه چې د ټولنې بدلون وو، د نورو سره په نویو تشکیلاتو کې سرته رسېده. تشکیلات وسیله ده، نه موخه او دا هغه څه وو چې هغه مهال درک نه شول یا ځینو له درک سره سره په لویلاس شاته وغورځول. د ۱۳۵۶ کال د نوي قانون په تدوین کې هم یوازې یو ګوند «د داوودخان ملي غورځنګ» په رسمیت پېژندل کېده او د نورو ګوندونو د فعالیت مخه ډب شوې وه.
په نوموړي کنفرانس کې د ببرک کارمل او د هغه د لارویانو دریځ هغه څه وو چې په تېرو ۴۵ کلونو کې يی افغانانو پرله پسې منفي پایله ولېده.
د کارمل دریځ په عمده توګه د افغاني ټولنې پر روایاتو، غوښتنو او اړتیاوو نه وو ولاړ. د هغه دریځ د نورو هېوادو او ټولنو څخه کټ مټ یوه بې روحه کاپي وه چې زموږ د ټولنې په تحلیل او تجربې ولاړه نه وه. په ټوله کې کارمل د واک د نیولو لیوال وو، هغه هم د ټولنې په ملاتړ او زور نه، بلکې د شوروي اتحاد په ملاتړ او مرسته. د کارمل روح او تن د پخواني شوروي اتحاد سره اخښلی وو، نه د خپلې ټولنې سره. نوموړی په داسې دریځ سره له خپلې ټولنې بیګانه وو. په ګوند کې هم هغه چا لکه استاد خیبر چې د داسې دریځ په وړاندې درېده، د ناپایه تورونو سره مخ کېده!
د کارمل لپاره په زړه بڼه ځکه تشکیلات مهم ول چې نوموړی يي مشر وي. دا چې تشکیلات د وخت سره بدلېدای شي، د هغه فکر نه منله. که څه هم په کنفرانس کې د کارمل دریځ ومنل شو چې هغه مهال د ګوند ځواني او خامي ښۍ، خو هم پر داوودخان کودتا او هم د څو لسیزو وروستیو پېښو وښوده چې د کارمل د دریځ پرځای، که د خیبر دریځ منل شوی او عملي شوی وای، زموږ ټولنه به د ښېګڼې په بل پړاو کې وای.
د کارمل دریځ لومړی په ګوند کې اختلافات چاغ کړل. ګوند يي په اندیښنو او عملي لارو کې په څو ټوټو وویشه. د ګوند په منځ کې رامنځته شوې داسې ناوړې وضعې، وروسته په ۱۳۵۷ کال کې د داوودخان په وړاندې کودتا ته هم لاره هواره کړه!
په وروستیو کې پېښو وښوده کارمل، خیبر سره د دښمنۍ سربېره، د ډاکټر نجیب په وړاندې هم د نظار شورا او اسلامي جمعیت سره په ګډه کودتا وکړه. کارمل هیڅکله د هېوا په کچه فکر نه کاوه او د ملت نېرو يي بابیزه ګڼله. نوموړې تل د ټول هېواد پرځای، د هېواد په یوې برخې او د ملت پرځای پر شوروي اتحاد تکیه کوله!
یادوونه:
(۱ ) په کنفرانس کې د استاد خیبر په نوم یادې خبرې مستقیمآ د هغه د کلام ژبه نه ده، بلکې د نوموړي د توضیحاتو په اړه زما د بیان ژبه ده.
د ۲۰۲۳ کال د مۍ ۲۳ مه
سرلوڅ مرادزی