د ټولنې بقا
زموږ په دیني او کلتوري روایاتو کې اسمان تر هر څه لوړ دی،
اووم اسمان خو بیا تر ټولو لوړ او جیګ دی.
خو موږ وینو د لوړ تر څنګ، اسمان تر هر څه ټيټ هم دی،
اووم اسمان خو بیا بیخي ژور او تر ټولو ټيټ دی.
هلته په طبیعت کې د لوړ او ټيټ ستونزه هواره ښکاري.
هغه چې لوړ او جیګ دی، په ورته وخت کې لاندې او ټيټ هم دی.
خو دلته په ټولنه کې د لوړ او ټيټ کچه لا زیاتېږي،
هغوی چې په ټولنه کې تر نورو لوړ دي لا لوړېږي
او څوک چې ټولنه کې ټيټ ځای لري، لا ټيټېږي!
د ټولنې بقا او ښېرازي د داسې لوړوالي او ټيټوالي په هوارۍ کې ده!
مرادزی