له دی کبله چی زموږ د نظام دموکراتیکی ستنی ډیری کمزوری دی نو ځکه بنسټیزی پریکړی یوازی د جګپوړو چارواکو سره ساتلی وی ولس یوازی د ګمانونو حق لری او مبصرین د تخمنی تحلیلونو په ترڅ کی خپل د عقایدو د څرګندولو حق لرلای سی البته په هغه محدوده کی چی د هیواد ګټو ته تاوان وانه ړوی په دی لړ کی داسی انګیرنی سته چی ګواکی د پارلمانی ټاکنو په ځنډ او خنډ کی د ولس او هیواد ګټی نغښتی دی .
لمړی: د دولت د مشرتابه اراده داسی بریښی لکه چی غواړی راتلونکۍ پارلمان هم د کابینی به شان د زورواکانو او په فساد ککړ کسانو څخه خلاص پارلمان وی البته چی ددی نیکی ارادی لپاره مقدمات پکار دی او هغه د وخت تقاضا کوی.
دوهم: لکه څنګه چی د ډاکتر غنی د سفرونو او وروستیو هڅو څخه ښکاری د ولسی پخلاینی رامنځ ته کیدلو او د طالبانو سره روغه کولو بهیر د شریک پارلمان اړتیا په ګوته کوی څو داسی پارلمان رامنځ ته سی چی واقعا د ولس نمایندګی وکړای سی ځکه سوله او امنیت تر ډیره د ولس د واقعی استازو پر لاس ممکنه کیدای سی.
دریم: وړاندی تر هغه چی قوماندانسالاران بیا د اختناق په فضا کی د فشار په کارولو ځانونه پر ولس وتپی وخت ته اړتیا لیدل کیږی تر څو تر یو حده دموکراتیک بنسټونه ورته برابر سی لکه تاسو چی وینۍ د معلوم الحاله مخلوق امضاوی راټولیږی د ځان د تسکین په منظور په اجتماعی میډیا کی په تکرار خپریږی صرف ددی لپاره چی زه د بشری حقوقو ناقض نه یم.
که رشتیا هم د پارلمانی ټاکنو د ځنډ او خنډ دلایل پورتنی وی یقینا چی ښه زیرۍ دۍ که څه هم اوسنی پارلمان چی تر ډیره بریده د تنظیمونو په انحصار کی دۍ او د زورواکۍ اصلی ټاټوبۍ ګڼل کیږی د ناروا امتیازاتوپه ناقانونه اوږدیدلو خوشحاله دی ځکه ویره لری چی نوۍ حکومت ولسی ژمنو ته هوډمن دۍ نو ځکه به دا چوکۍ د دوی لپاره نه وی.د پارلمان په اصلاح او یقینی کولو د خلګو اراده تمثیلیږی چی د دموکراتیکو بنسټونو په پیاوړتیا کی اساسی ګام پورته کیدل ګڼل کیږی.
تاسو د خوست غیر عادلانه مظاهری د والی نعیمی په وړاندی چی د زورواکانو د ارادی تمثیل یی کاوه او په پایله کی یی لسګونه کسان مړه او ټپیان سول، ولیدل چی د همدی پارلمان څخه رهبری کیدل ، د ځاځیو جګړه چی پایله کی یی اته کسان مړه او ډیر ټپیان سول له همدی کابله د پارلمان څه په تلفونو رهبری کیدل، په بامیان کی د ځوانی پیغلی په تجاوز او مړینه د همدی پارلمان غړی تورن دی، د تخار د روستاق ولسوالی د غرو په سرونو کی د هیرویینو پروسس د همدی پارلمان د غړو له خوا ترسره کیږی او نور نور . اما اوس عصر بل دۍ ولس باید ویښ سی ، پارلمان باید په یقنی توګه د ولس د ارادی تمثیل وکړی او یقین دۍ چی ولسمشر دا اراده لری چی ټول دولتی بنسټونه دموکراتیکه بڼه غوره کړی دا یو حتمی خبره ده چی د هر ارتقا په وړاندی ارتجاع سته ضدین د تکامل مطرح بنیاد دۍ چی د بشر بقا، تکامل او د نړۍ د ارتقا تضمین کوی او دا کشمکش به د حق او عدالت مبارزه د زور او تجاوز په وړاندی وی چی بیا هم د ضدینو قانون مطرح کیږی نو ځکه د تشویش ځای نسته د ټولنی طبعی روند دۍ مخ په وړاندی ځی خو شخصیتونه په دی بهیر کی اتلان کیدای سی که ډاکتر غنی وکولای سی په واقعی توګه واک له زورواکانو څخه ولس ته ولیږدوی نو یقین دۍ چی د هیواد د ستونځو ډک اما ځلانده تاریخ د یو پیاوړی مشر په توګه به ځای خپل کړی .
لکه څنګه چی د رسنیو څخه اوریدل کیږی کوم اقتصادی پنډ چی د ټآکنو لپاره د بهرنیو هیوادونو لخوا تمویل کیدۍ هم و ځنډیدۍ نو ځکه دلته د څو اړخیزه ارادو مجمع تخمین کیدای سی چی ټوله د ښه نیت پر بنسټ د ټاکنو ځند مستدل کوی. اما دا باید یقینی وی چی تر ټاکلی مودی وروسته پارلمان د یو تشی د ډکولو په منظور شتون ولری خو د سرپرست په توګه ، یعنی د یو مشروع پارلمان واکونه نباید استعمال کړای سی دا به د حکومت لپاره د اصلاحاتو شرایط ښه ترا برابر کړی .
د یو بل حقیقت څخه هم سترګی نسی پټیدلای هغه د ارګ سلیقه ای او ایډه لوژیک اختلافات دی چی ټول کارونه یی ځنډنی کړید کاشکی دا اختلافات یوازی د دوو ډاکترصاحبانو ترمنځ وای اوس هیواد او سیاست یی په یو بی سرپوښه دیګ بدل سویدۍ هر یو خپله ګوله پکښی لنده کوی په خاصه توګه هغه کسان چی د جګړو او نا امنۍ په دوام کی د قومندان خطاب ورته کیږی او که جګړه ختمه سی نو دوی بیا بل داسی القاب نلری چی د ویاړ او سرلوړۍ موجب یی وګرزی دا جګړه ماران هڅه کوی د ډاکترانو ترمنځ نوری ناندرۍ را وزیږوی نو ځکه اړینه ده ټآکنی څه وځنډیږی تر هغه چی پارلمان ته د ولس د یقینی استازو ته لاره پرانیستل سی.