ملا منصور داد الله، چې د طالبانو د تحریک د مشر په توګه له ملا اختر محمد منصور سره مخالف دی، اعلان وکړ چې د «امارت» چوکۍ د پاکستان له لوري وېشل کېږي.

دی وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارې یا آی ایس آی له ده څخه غوښتي و چې د دوی لپاره کار وکړي خو ده یې غوښتنه رد کړه.

د ملاداد الله په وینا، پاکستان ده ته د خپلو ملي ګټو خلاف د کار کولو په بدل کې د طالبانو په تحریک کې د ستر رول وړاندیز کړی دی.

ملا داد الله دا څرګندونې په یوه ۱۷ دقیقه يي ویدیو کې کړي چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده.

په ویدیو کې داد الله، چې توره لونګۍ یې پر سر ده، د نورو طالبانو په منځ کې لیدل کېږي، ځیني وسله وال هم لیدل کېږي چې د طالبانو بیرغ یې په لاس کې دی.

په ویدیو کې د نورو طالبانو ویناوې هم ښودل کېږي.

دی وايي، کله چې یې د طالبانو له پخواني مشر ملا محمد عمر سره لاره جلا کړه، ځیني ټیټ کسان د امیرالمومنین په نوم راپورته شول او ځیني غیرصادق کسان وګومارل شول.

دی همداراز وايي چې دغو کسانو په نامشروع ډول معلومات له ملاعمره پټ ساتل.

ملاداد الله زیاتوي:«اوس موږ اختر محمد منصور نه منو.»

ده له ملا منصوره وغوښتل چې د ملا عمر د مړینې، ښخولو او قبر په اړه جزییات ښکاره کړي.

ملا داد الله وايي چې د اختر محمد منصور کسانو دوې اوونۍ مخکې په زابل کې پر ده حمله وکړه خو ده خپلو جنګیالیو ته وویل چې له هغوی سره جګړه ونه کړي.

 

 

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد