افغانستان د نړۍ يو له هغه هېوادونوڅخه دی چې، د انقلابونو او جګړو لويه سابقه لري.

د نړۍ هر ځواکمن او امپراطور خپل زور همدلته ازمايلی دی چې په نتيجه کې يې په همدې سيمه کې په ګونډو سوی دی او په ډېرې بې شرمۍ تښتېدلی دی.

د تاريخ خواته نه ځو، اوسنۍ حالاتو باندې خبرې کوو. د روس د يرغل نه مخکې افغانستان په سيمه کې يو سيال هېواد و. هغه ګاونډيان چې اوس د افغانستان په سرنوشت لوبې کوي تازه زېږدلي وو، د روس يرغل د نړۍ د دوه سترو قووتونو بېلګه وه. دواړ قووتونو چې روس او امريکا وو خپله سيالي ترسره کړه چې په دغه سيالۍ کې افغانستان ټوک ټوک، ميليونه خلک شهيدان، معيوبين او مهاجر سول چې اوس هم در په در دي، کور او کلی يې نه دی مالوم، کله يو هېواد ورته ګواښ کوي او کله بل ګاونډي هېواد.

د روس او امريکا په دې سيالۍ کې د افغانستان بنسټونه له منځه ولاړل لکه ملي پوځ، تاسيسات، عامه ځايونه او ټول ارزښتونه چور او تالا سول. چې په پايله کې د دې خاورې قسم خوړلو دښمنانانو ته ښه زمينه چمتو سوله او پر افغانانو يې داسې لوبې وکړلې چې زړونه يې يخ کړل او دا لوبه تر اوسه روانه ده، مالومه نه ده چې تر کومه به روانه وي!!؟؟.

زه نه غواړم په دې لنډه ليکنه کې هر څه تشريح کړم، بلکې يوه يادونه يې کووم، د جنګ جنګ جنګ خبرې په دې هېواد کې دومره تکرار سولې چې په نړۍ کې يې بېلګه نه پيدا کيږي. شاوخوا څوارلس کاله وړاندې پخوانی ولسمشر حامدکرزی د نړيوالې ټولنې په مرسته افغانستان ته راغی او حکومت يې اعلان کړ. يو ځل بيا د افغانستان نوم په نړۍ کې د يو هېواد په توګه راڅرګند سو، په لومړيو کلونو کې د امنيت سره سره ځينې پرمختګونه رامنځته سول، خلکو ته هېلې پيدا سوې، ګاونډيو هېوادونو ته مهاجر افغانان بېرته هېواد ته راستانه سول، خو که د پخواني جمهور رئيس حامدکرزي په حکومت کې نور پرمختګونه رامنځته سول ورسره ډېرې بدبختۍ هم وزېږېدې، فساد اوج ته ورسېد، ځينو پخوانيو زورواکو ته په حکومت کې ښې ښې چوکۍ ورسېدې چې حکومت يې نور هم خراب کړ، امنيت خراب سو، خلک پر دولت بې باوره سول، د بهرنيو لخوا ولسي ډله ييزې وژنې ترسره سوې.

که څه هم د ښاغلي کرزي حکومت نږدې ۱۳ کاله دوام وکړ خو لومړني پرمختګونه او امنيت يې تر پايه برقرار ونه ساتو.

د کرزي له حکومت وروسته دا دی د محمد اشرف غني په مشرۍ نوی حکومت وپنځېده، چې دې حکومت ته خلکو هېلې او تمې په دې خاطر ډېرې وې چې فکر يې کاوه له يوې خوا به د تېر حکومت نيمګړتياوې له منځه ولاړې سي، خاليګاوې به ډکې سي او بل پلو ولسمشر او اجرايه رئيس په ټاکنيزو مبارزو کې ډېرې زياتې ژمنې له خلکو سره کړې وې، داسې ژمنې چې د پوره کېدو او سرته رسېدو امکان يې ډېر و، خو دواړه مشرانو ونه سول کولی چې پوره يې کړي، ځکه دوی له يوې خوا د نوي حکومت په مقرريو سره يوه خوله نه و او بل پلو د هېواد په لر او بر کې امنيتي ګواښونه، اندېښنې او ستونزې ډېرې سوې.

په افغانستان کې اوسنۍ جګړه چې ځينې وخت دولت وايي دا يوه تبليغاتي جګړه ده، دا خبره هم سمه ده له يوې خوا به تبليغاتي بڼه هم ولري، خو بل پلو واقيعت هم دی، ۱۵ کاله د وسله والو طالبانو جنګېدل، امنيت ته ګواښ پېښول، دننه هېواد کې خلک له يوې سيمې بلې ته کوچېدل او په دې وروستيو کې د داعش يا د اسلامي دولت وسله والې ډلې راپيدا کېدل د جګړې واقعي اړخونه دي.

چې دغې واقعي جګړې د افغانستان شمالي ولايت کندز ته سقوط هم ورکړ.

زموږ په هېواد کې د جګړې په اړه په هره سيمه، کلي، کور، پټي او بانډه کې خبرې دومره ګرمې او تودي دي چې يو ډول رواني ناروغي يې هم پيدا کړې ده، که واقعي جګړه هم وي د خلکو اندېښنو، شته امنيتي ګواښونو په افغانستان د جګړې فضا حاکمه کړې ده، له هرې سيمې، هر ځای او حتی د خپل کور له خونو د خلکو ويره راځي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم په دې وروستيو کې خبر ورکړ چې د دې هېواد دېرش فیصده خلک په رواني ستونزو او شل فیصده یي په رواني ناروغیو اخته دي.

جګړه بې کاري زېږوي او بېکاري د رواني ناروغيو سرچينه ده، بل پلو نورې نړۍ ته د افغانستان جګړه يوه فکري او رواني جګړه معرفي شوې ده، دوی داسې فکر کوي چې دغه جنګ تشې اوازې دي چې رسنيو کې انځوريږي، خو خبره داسې نه ده.

هغه وخت به د افغانستان جنګ هغه خلکو ته چې دا جنګ تبليغاتي او تشې اوازې بولي رښتينی او واقعي جنګ ښکاره شي چې خپله پکې خوږ سي، مالي او يا ځاني زيان ورته ورسيږي، بيا به هيڅ وخت ونه وايي چې دا يوازې تبليغاتي جګړه ده.

زه دا منم چې نن سبا تبليغات او رسنۍ د جنګ په غځولو او کرارولو کې ستره ونډه لري، خو که دولت د واقيعت په عينکو کې خپل هېواد ته وګوري نو ډېر داسې شيان به وويني چې دوی يې له ولس او خلکو پټوي خو هغوی يې ويني.

يوازې د کندز په جګړه کې له دواړه غاړو بې حده تبليغات وسول، خو زيان يې هغه چا وليد چې هلته کندز کې و.

يوه اونۍ په رسنيو کې دولت او طالبانو دواړو د ښار حاکميت ادعا کوله، خو واقعي انځور بل ډول و، ښار يوازې د ځايي خلکو په مرګ ژوبله بدل سوی و.

زه په وروستيو کې د يو بشر په توګه له ټولو غاړو دا هېله او غوښتنه کووم چې که په تبليغاتو جګړه مخته بيا يي هم په داسې توګه دې تبليغات کوي چې زيان يې عام ولس ته ونه رسيږي، لکه په کندز کې چې ولسي وګړو د دواړه غاړه د تبليغاتو په پايله کې ټوک ټوک سول، ووژل سول، ژوبل سول او بې کوره سول.

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد