د افغانستان په روانه جګړه کې ددغه هېواد د خاورې دښمنانو د خپل فزيکي وس سره سره چې په دې هېواد کې يې د جګړې لپاره وکاروه، ترڅنګ يې د افغانانو د يو ځای راټولېدو د مخنيوي لپاره هم خپلې هڅې ونه سپمولې چې دا لوبه لا اوس هم روانه ده او ددغه خاورې دښمنان نهايي کوښښ کوي چې، د افغانانو يو وجود ته صدمه ورسوي او دا لوبې ترسره هم سوې، د شمال او جنوب، د پښتو او فارسي او نورو بېلابېلو نومونو باندې افغانان سره وجنګول او دوی د يو والي مخه ونيول سوه او پر دې اوس هم کار شروع دی چې افغان سره يو نه سي او په بېلابېلو نومونو يې سره وويشي، تور او سپين رامنځته کړي يو افغان په بل وټکوي او په پايله کې د افغانانو يو موټي والی کمزوری کړي.
زموږ په هېواد کې دولتي او شخصي ارګانونو، ټولنو، شوارګانو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، بهرنيو اسلامي خواخوږو هېوادونو او نورو ډېرو کړيو هڅه وکړه چې په دې هېواد کې يووالی رامنځته کړي خو ونه توانېدل، ميلياردونه ډالر مصرف سول، د خلکو په خوښه کارونه وسول، غوښتنې ومنل سوې خو بيا هم داسې طرحه وړاندې نه سوه چې له مخې يې افغانانو ته داسې روحيه او ذهنيت ورکړل سي چې تاسې ټول يو وجود او يو ملت ياست.
که څه هم پورته يادونه وسوه چې د ملي راټولېدنې او يووالي لپاره ډېرې هڅې وسوې خو بيا هم دا کار ترسره نه سو، او بيا په داسې يو هېواد کې چې کورنۍ جګړه پکې روانه وي خلکو ته د ملي يووالي انګېزه ورکول او دغه انګېزه په برياليتوب منحلېدل ستونزمنه خبره لا څه چې له امکانه ليرې ده.
افغانانو ته د ملي يووالي انګېزه چې رښتيا هم افغانانو ځانونه يو وښوول، د هېواد ترڅنګ د ټولې نړۍ په لر او بر کې افغانان پر يو وخت وخندېدل، وژړېدل، خوښي يې وکړه، په ملي کچه د ټولو احساسات راوپارېدل، د افغان په نوم يې ووياړل او پرته له دې چې ملياردونه ډالر مصرف سي، بې له دې چې په يوه نوم او بل نوم غله او فاسد چارواکي له بهرنيو مرستې راجلب کړي او خپل جوالونه پرې ډک کړي، پرته له دې چې بهرني خواخوږي د افغانانو د يووالي لپاره فکر ووهي نو دغه کار ترسره سو، افغانان سره يو سول دوی خپل ملي يووالی په ثبوت ورساوه.
دغه ملي يووالي لومړی په ټوله کې د افغان لوبغاړو او په ځانګړي ډول د کرېکټ ملي لوبډلې رامنځته کړ.
افغان کرېکټ ملي لوبډله چې په لومړي ځل په ۲۰۰۱ ز کې جوړه سوه، په ۲۰۰۹ ز کې يې په رسمي ډول په نړيوالو سياليو کې برخه واخيسته، په ډېر لږ وخت کې د سيمې ترڅنګ په ټوله نړۍ کې وځلېده، افغانستان او او افغانان يې خلکو ته وروپېژندل او دا يې ثابته کړه چې که د سيمې او نړۍ استخباراتو او نورو دښمنانانو افغانان پر ډلو ډلو ويشلي دي، خپلو کې يې په جنګ اخته کړي دي، خو بيا هم دوی يو دي، افغانان دي، پر افغانيت وياړي او غواړي چې ټول افغانان يو سي او نړۍ ته هم دا وښايي چې ((موږ د نړۍ هغه ملت يو چې ټوټه کول مو ګران دي)).
د افغان کرېکټ ملي لوبډله چې په ډېر کم وخت کې يې په نړيوالو لوبو کې د سيمې په کچه سيالۍ وکړې او د پاکستان په څېر داسې قوي لوبډلې يې په ګونډو کړې چې په دغه لوبه کې ۵۰ کلنه تجربه لري.
د افغانستان لپاره تر ټولو په زړه پورې لا دا ده چې په ډېره کمه موده کې يې تر نړيوال جام هم ځان ورساوه، که څه هم د کرېکټ مبصرين فقط په نړيوال جام کې د افغانانو ګډون د ټولې نړۍ لپاره حيرانوونکی بولي خو افغانستان په دغه جام کې يوازې ګډون نه بلکې سکاټلنډ ته يې ماتې هم ورکړه او مخکې نورې لوبې هم لري.
موږ او تاسې وليدل افغان کرېکټ لوبډلې ډېرې برياوې راوړې، د هر بري سره سم په ټول هېواد کې په ملي کچه پښتون او فارسوان، تاجک او ازبک په شمال او جنوب کې افغانان راووتل، ويې خندل، خوښۍ يې وکړې او پراخه کچه يې جشنونه جوړ کړل، د افغانانو دغه يووالی لکه مخکې چې مو يادونه وکړه هيچا رامنځنته نه کړ، يوازې همدا لوبډله چې په ډېرو کمو امکاناتو يې له نړۍ سره ډغرې ووهلي افغانان يې پر يوه ټغر راټول کړل.
څو ورځې مخکې چې د کرېکټ په روان نړيوال جام کې د افغانستان او سکاټلېنډ ترمنځ سيالي روانه وه، زه په يوه هټۍ کې ناست وم، هلته ډول ډول خلک ناست و، د کرېکټ لوبه يې کتله، د افغان لوبغاړو د هر منډې، هرې څلوريزې او هرې شپږيزې سره به يې بې واکه چکچکې او شور کاوه، کله چې به کوم افغان لوبغاړی وسوځېد نو د ناستو خلکو څېرې به مړاوې سوې او يو ډول خپګان به پرې خپور سو.
دا هر څه د يوې ملي انګېزې له مخې کېدل، په هر افغان کې د هېواد پرستۍ او ملي يووالي انګېزه ژوندۍ سوې وه، کله چې مو بيا دغه لوبه وګټله نو داسې افغان به نه و چې له سترګو يې اوښکې توی سوي نه وي، ان تر دې چې په ننګرهار کې د يوې لیسې مدير له ډېرې خوشالۍ زړه ودرېد او خپل روح يې حق ته وسپاره.
ومو ليدل چې د هېواد په لر او بر کې ولسي وګړو، دولتي خلکو، سياسينو، مدني فعالانو، ځوانانو او بالاخره چې هر چا د افغان په نوم ږغ کاوه او ځان يې افغان باله بې سارې خوښي او خوشالي وکړه، په ډېرو ولايتونو کې ځوانان د ښار واټنونه ته راووتل او د ملي لوبغاړو دغه بری يې په ملي توګه بدرګه کړ.
زموږ دغه لوبډله چې افغانانو ته يې د ملي يووالي روحيه ورکړه، کله چې بری راوړي موږ يې ستاينه کوو، اتلان، زمريان، مېړني يې بولو، پرې وياړو، د فېس بوګ په فروپايل د دوی انځورونه راځړوو، خو کله چې ځوانه او تنکۍ لوبډله چې ډېره کمه تجربه لري کومې قوي لوبډلې ته لوبه وبايلي نو موږ افغانان څومره احساساتي خلک يو، څومره بې انصافه يو، څومره ظالمان يو، همدغه لوبغاړي چې د لوبې د ګټلو پر وخت يې زمريان او اتلان بولو، ښکنځل ورته کوو، او په داسې نومونو يې يادوو چې ان په عادي ژوند کې په دغه نومونو يادولو انسان شرميږي، موږ نه د خوښۍ زغم لرو او نه د خپګان.
د خپلې لوبډلې بري او ماتې ته حساب مه کوئ، دې ته حساب وکړئ چې په دومره لږه موده کې زموږ ملي لوبډله د څومره سترو برياو شاهده ده، د افغانستان پر وړاندې يې د نورو نړۍ فکر بدل کړ.
په هر صورت بايد ملي لوبډله وستايل سي، لکه څنګه چې افغانان خپله لوبډله د بريا په وخت کې ستايې، د دوی پر وړاندې خپل احساسات ښکاره کوي، خوښي ښيي او جشنونه جوړوي، کله چې افغان لوبډله د خپلې کمې تجربې له امله لوبه وبايلې، بايد دوی ته ډاډ حوصله ورکړل سي، د دوی هڅې چې د لوبې د بري لپاره يې کړي دي وستايل سي، دوی که لوبه وګټي او که يې وبايلي دننه په هېواد کې بايد ددوی لپاره د خوښۍ او بدرګې جشنونه جوړ سي او د دوی هر احساس او هره هڅه بايد وستايل سي.
بل پلو دولت هم ملي لوبډلې ته په پام کولو کې پاتې دی، نور هېوادونه چې خپلو ملي لوبډلو ته څومره پاملرنه کوي، څومره امکانات چې د دوی په لاس کې ورکوي، له بده مرغه زموږ حکومت خپلې لوبډلې ته نه دي ورکړي، دولت بايد افغان ملي لوبډلې ته جدي پاملرنه وکړي.
په وروستيو کې له هېوادوالو يو ځل بيا هېله کووم چې په ټولنيزو شبکو کې هغه ځوانانو پسې له ردو بدو ويلو جدي ډډه وکړئ کومو ځوانانو چې افغانان پر يوه ټغر راټول کړل او افغانانو ته يې د ملي يووالي روحيه ورکړه.
د يو موټي افغانستان په هېله!