د هېواد په وروستي تاریخ کې، د اعلیحضرت غازي امان الله خان په مشرۍ د هېواد د خپلواکۍ له غورځنګ او جهاد پرته چې د افغان میړني او مجاهد ولس په مټ ترسره شو او په پای کې يي له برتانوي ښکېلاکګرو څخه، افغانستان ته خپلواکي ترلاسه کړه او د هېواد په مخ يي د پرمختګ او نویتوب دروازې پرانیستې، بل بغاوت په جهاد نومول او نورو شرارت پیشه حرکتونو او شخصیتونو ته د مجاهد نوم ورکول، د اصلي جهاد او مجاهد د مفهوم د مسخه کولو او په هېواد کې د ودانۍ او د افغانانو د سوکالۍ د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوي دي.

کله چې د خپلواکۍ غازیانو د امان الله خان په مشرۍ په ۱۹۱۹ کال کې د اسیا زړه، افغانستان کې برتانوي یرغلګر مات کړل، له همغه مهال وروسته په خورا بېړه، برتانوي استخباراتو په افغانستان او سیمه کې د ملي غورځنګونو د ټکولو او جهاد او مجاهد د منځپانګې د مسخه کولو لپاره، خپله د جهاد او مجاهد له کلمې ګټه پورته کړه او په دې اړه يي دنده هغو ملایانو، پیرانو او اخوندانو ته وسپارله چې پخپلو استخباراتي کړیو کې يي تنظیم کړي وو.

تاریخ رازده کوي چې د غل، لوټمار او بېسواد سقاو څخه استخباراتو څنګه، مجاهد او خادم دین رسول الله جوړ کړ او بیا يی د ده او د هغه د پلویانو په مټ څنګه د خپلواکۍ ریښتني مجاهدین او غازیان، تکفیر او وروسته يي د واک، ادارې او د ټولنې د خدمت له ډګره یوپه بل پسې له منځه یووړل!

ایا د سقاو بغاوت ته جهاد ویلای شو؟ هغه بغاوت ته چې د خپلواکۍ ګټونکی دولتي نظام يي ړنګ کړ، اردو او اداره يي له منځه یووړه، ښوونځي يي وتړل او افغانان يي د زده کړې، کار او زیار پرځای مړزجنګي، چرګ جنګي او سګ جنګۍ ته وهڅول!

ایا د سقاو پلویان او لارویان مجاهدین بللی شو چې د خپلواکۍ د جهاد ګته يي په اوبو لاهو کړه او د دې لارې غازیان يي د انګریز د پلان له مخې لومړی له واکه لیري او بیا له منځه یووړل!

خو برتانوي هند کې له انګریزانو وروسته چې مخکې ورته اشاره وشوه، دا مهال پاکستان په افغانستان اوسیمه کې د خپلو موخو لپاره د جهاد او مجاهد له نومه زیاته ګټه اخلي.

په اتیا او نوي یمو لسیزو کې اوه ګونی تنظیمونه په پاکستان او اته ګوني په ایران کې د دغه هېوادو او د هغو د نړیوالو ملاتړو استخباراتو په مټ، د دې لپاره په جهادي نومونو رامنځته شول چې افغانان تر نورو مسلمانانو زیات د جهاد او مجاهد په نوم تېرویستلای او له دغې لارې په اسانۍ سره افغانستان او سیمه کې خپلو موخو ته رسېدلای شی.

دغه تنظیمونه چې کله واک ته ورسېدل او پر کابل واکمن شول، دوی هغه څه ترسره کړل چې د تېرې پېړۍ د شلمو کلونو په پای کې د سقاو او سقاویانو له لاسه نیمګړي پاتې شوي وو.

دوی هم د سقاو پشان اردو او اداره له منځه یووړه. وسلتونونه یي پر پاکستان او نورو د ساده وسپنې په بیه خرڅ کړل.

دې جهادې ډلو سقاو او سقاویانو ته ستایوال پیداکړل او په وحشت او بربریت کې يي له سقاوه هم پښه ورواړوله.

د سیاف جهادي ډلې د هزاره ګانو پر جهادي ډلې او د رباني او مسعود جهادي ډلې د حکمتیار پر جهادي ډلې وروغړمبل، یو او بل او مسلمان افغانان يی په توغنديو سره وویشتل او یو بل يي کافر وګڼل.

د سیاف جهادي ډلې د هزاره مسلمانو ښځو سینې پرې کړی او د هزاره ګانو جهادي ډلې د سني مسلمانانو په سرونو کې میخونه ټک وهل او د مړژواندو کابلیانو د نڅا نندارې ته وخندېدل. د رباني او مسعود جهادي ډلې په افشارو کې د هزاره ګانو کورنۍ پوپنا کړي او د حکمتیار راکټونو پر کابلیانو خوب حرام کړ!

دوی ۷۰ زره مسلمان او دینداره کابلیان له تیغه تېرکړل او کابل يي هسې کنډواله کړ، لکه څنګه چې د پنجابي چارواکو غوښتنه او هیله وه!

لکه څنګه چې د جهادي تنظیمونو او د هغو د سرخېلانو په تړاو د پاکستان پخواني دیکتاتور پرویز مشرف وايی: څوک کولای شي وانګیري ګوندې بن لادن، ملا عمر ترهګر دی او یا پخواني هغه لکه برهان الدین رباني، احمدشا مسعود، حکمتیار او یا نور د پاکستان اتلان نه دي؟ دا ټول د پرویز مشرف او نورو پاکستاني چارواکو په قول د پاکستان اتلان دي او په افغانستان او سیمه کې د پنجاب د ګټو لپاره د جهاد په نوم جنګېدلي دي. د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینطیربوټو خو بیا ویلي وو، طالبان د انګریز په فکر او د امریکا او عربو په مالي مرسته او د دوی( پاکستاني چارواکو) په مټ رامنځته شوي دي.

نن سبا ټولې ترهګرې ډلې که هغه القاعده، داعش، جیش محمدي، لشکر طییبه او نورې دي د جهاد په نوم نه یوازې بیګنا انسانان وژنې، بلکې د همدې جهاد په نوم خپلو کې یو بل لومړی په کفر تورنوي او بیا يی لکه د قربانۍ ګډوری حلالوي؟

جهاد نن ترهګرو یرغمل کړی او څوک چې د جهاد او مجاهد خبرې کوي، له وژلو او ورانۍ پرته بله موخه نه لري!

د جهاد او مجاهد منځپانګه له انساني چوکاټه وتلې او دوی نن د انسان او بشریت په وړاندې ستر ګواښ جوړوي. جهاد نن ورانۍ، بربادۍ او ویجاړۍ ته ویلای شي. مجاهد نن قاتل، جاني او ځانمرګي ته ویل کیږي. جهاد نن د ښوونخيو سوځولو، د روغتونو ړنګولو ، د سرکونو او ټولګټو زیرمو ویجاړولو ته په ګوته شوې. مجاهد نن ټوپکمار، لوټمار او کباړ ته ویل کیږي.

د حیرانتیا او خندا وړ خو دا ده چې اوس هم د رسول سیاف په سرخېلۍ د مجاهدینو په نوم یو شمېرکسان د دلويې په ۲۶ مه، د کابل د لويي جرګې خیمه کې راغونډیږی او وايی چې دوی ته باید دولت کې چې له هغې هم په سلو کې له پنځوسو زیات د دوی په لاس کې یرغمل دی، لا زیاته او غوړه برخه ورکړي او که نه دوی به د زیاتو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره نور اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

سیاف او د ده پشان نورو مجاهدینو لکه اسماعیل خان ته چې په تېرو ټاکنو کې ولس رایه ورنه کړه، لا هم د ولس له استازیتوب او ملاتړ خبرې کوي او دولت له دې دریځه ګواښوي.

سیاف او د ده پشان نورو مجاهدینو ته جهاد د ریښتینولۍ، خدمت او وطنپالنې محک نه، بلکې د واک، او شتمنۍ وسیله ښکاري او په همدې موخه يی هرځل اوهرکال د افغانانو په مخ باسی.

په خواشینۍ باید وویل شی چې القاعده، داعش او نورو په نړیواله کچه او همدارنګه طالبانو، سیاف، اسماعیل خان، عطانور او نورو درواغجنو مجاهدینو، نن په نوم سره مجاهد بدنام کړ او د جهاد لمن يي ورټوله کړه!

دې جهادی ډلو په افغانستان، سیمه او نړۍ کې جهاد او مجاهد دومره سپک او خوارکړل چې د ماشومانو د خندا او په عالم کې د رسوايۍ وړ وګرځېدل!

نن هره جهادي ډله د پردیو استخباراتو ګمارلې ډله ګڼل کیږي او دنده يی د نورو لپاره نیابتي جګړه ده!

د سیاف او نورو مجاهدینو د وروستیو غوښتنو په اړه افغانان دا وايی:

ولس پور غواړي، جهادي مافیا نور غواړي!

د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۶ مه

سرلوڅ مرادزی

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد