د افغانانو دښمن امریکا او اسلام اباد دی!

که څه هم ویل کیږي چې هېوادونه یو بل سره دښمني نه لري، بلکې ملي ګټې دي چې دوی یو د بل پر وړاندې دروي، خو که د ګټو د ترلاسه کولو چلند په دوکه، یو اړخیز او په زور ولاړ وي په دښمنۍ تعبېرېدای شي.

امریکا او اسلام اباد به افغانستان سره د خپلو ګټو پر بنسټ معامله کړې وي او لا کوي به يي، خو د دې معاملي پایله يی دا شوه چې موجود نیمه نظام يي هم پر افغانانو پیرزو نه شو او افغانستان يي د درواغجنې مرستې او ملاتړ په نوم په لسګونو کلونه شاته یووړ. په داسې معامله کې به امریکا او اسلام ګټلې وي، خو افغانستان يی د شاتګ لوی ګړنګ ته خطاکړ او افغانان همداسې چلند ته د امریکا او اسلام اباد دښمني وايي!

امریکا، افغانستان ته د ترهګرو او مذهبي بنسټپالو سره د مبارزې په نوم راغله. داسې ښکارېده چې ترهګرو سره به په مبارزه کې د هېواد په ولسونو، رونډ اندو، سیکولر او هېودپالو ځواکونو ډډه ولګوي. دا ځواکونه به وهڅوي او ملاتړ به ترې وکړي. نوی، مدرن او مرکزی حکومت به پیاوړی کړي او د داسې حکومت په مټ به په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي او هم به له دې لارې افغانانو سره د دوی د ګټو په خوندیتوب کې مرسته وکړي

خو برعکس تر راتګ سره سم يي ډډه د هېواد پر پخوانیو جهادي ډلو ټپلو، د تریاکو او هیروینو پر مافیا ولګوله او د دوی پراتکا يي د نوي او مدرن حکومت د رامنځته کېدو مخه ډب کړه. امریکایانو په خپل شلکلن شتون کې جهادي مافیا دومره وپړسوله چې په حکومت کې ترې رونډاندو او سیکولر ځواکونو سر پورته نه کړای شو او ويي نه شوکولای افغان ولس سره کړې ژمنې پلې کړي. پایله دا شوه چې د مرکزي کمزوري حکومت او ولس ترمنځ رامنځته شوی پخوانی واټن نور هم زیات شي او حکومت په خپلو پښو ونه شي درېدای!

بلخوا د ترهګرو د روزنې او پالنې مرکز اسلام اباد ازاد او پخپلسر پرېښودل شو. یوازې د القاعده د مشر بن لادین په وژنه(!) اکتفا وشوه. د هغه د وژنې څخه هم یوه تبلیغاتي ګټه واخیستل شوه په دې مفهوم، امریکا چې افغانستان ته ترهګرو سره د مبارزې لپاره راغلې وه، د بن لادن په وژنه بویه خپلې موخې ته ورسېده.

بن لادن چې اسلام اباد ته نږدې په پوځي مرکز ایبټ اباد کې په نښه او له منځه یووړل شو(چې د دې ادعا ثبوت هم نشته!)؛ امریکا اسلام اباد کې پوځ، استخبارات او نور جیګپوړي واکمن د هیڅ نه ویلو تر څنګ، لا په زیاتو مرستو او ملاتړ ونازول.

د ترهګرو په روزنه او ملاتړ او په افغانستان کې د نیابتي جګړې په دوام ، پر اسلام اباد د افغانانو د پرلپسې شکایتونو او نېوکو سره سره، شل کاله امریکې ځان ناګاره او بېخبره نېولی وو. په دې شلو کلنو کې امریکا افغانانو ته درواغ وویل او د تل پشان يي د افغانستان پر ضد له اسلام اباده ملاتړ وکړ!

نن ټولو ته څرګنده ده چې ترهګرو او مذهبي بنسټپالو سره مبارزه یوه پلمه وه او هغه يي افغانستان اوسیمې ته یوازې د راتګ لپاره په پام کې نېولې وه.

له دې سریزې موخه دا ده چې امریکا او اسلام اباد غواړي افغانستان «یوه غیرسیمه» جوړه کړي. لکه څنګه چې انګریز په تېره پېړۍ کې، د برتانوي هند په مهال کوزه پښتونخوا د « غیر سیمې» په توګه او نوم کاروله؛ او له دې سیمې يي د افغانستان، هند او ټولې سیمې پر وړاندې د ګډوډۍ او شرارت کار اخیست؛ دغسې اوس په ۲۱ مه پېړۍ کې امریکا او اسلام اباد په ګډه، افغانستان په«غیر سیمې» اړولی او دا ځل افغانستان او کوزه پښتونخوا «لوی یا بشپړ افغانستان» يي په دایمي سرخوږۍ بدل کړي.

په تېر حکومت کې تکنو کراتو او رونډاندو هېوادپالو غوښتل چې افغانستان کې یو عصري غښتلی مرکزي حکومت جوړ کړي چې د سیمې لپاره وصلتون یا څلورلارې شي. موخه دا وه چې په ۲۱ مه پېړۍ کې به د افغانستان جیو ستراتېژیک موقعیت د منځنۍ او سهیلي اسیا، منځني ختیځ او هند سمندر ترمنځ د دوستۍ، ښه اړیکو او د متقابلو ګټو د خوندیتوب په مرکز بدلیږي. هڅه دا وه چې د متقابلو ګټو پر بنسټ به امریکا، اسلام اباد او ټولې نړۍ سره اړیکې ټینګیږي. خو وروستیو پر مختیاوو وښوده چې امریکا او اسلام اباد د مدرن مرکزي حکومت پرځای او د سوله ایز او عصري افغانستان پرځای غواړي له دې هېواده«غیر سیمه» جوړه کړي چې له ستراتېژیک موقعیت يي ګاونډیانو او نړۍ ته شر او فساد صادر شي. ترهګر لکه داعش، القاعده او نورې مذهبي افراطي ډلې به په افغانستان کې دمه کوي او له دې ځایه به ګاونډیانو ته استول کیږي. د پاکستان مذهبي افراطي مدرسې لکه پېښور کې اکوړې حقانیه مدرسه او یا په سند کې وفاق المدارس به لا فعالیږي او تولیدات به يي زیاتیږي. روزلي کسان به لومړی کوزه پښتونخوا کې ملي کسان په نښه کوي، وروسته به افغانستان ته رااوړي، دلته به لا چمتو کیږي. په هېواد کې تر ګډوډۍ او شرارت وروسته به سیمې ته د ناارامۍ لپاره صادریږي او په دې توګه به امریکا او اسلام اباد د افغانستانذ د ملي ګټو پر ضد خپلې ګټې خوندې کوي.

د تېر شلو کلونو پېښو وښوده چې د امریکا او اسلام اباد ګټې په مدرن او نوي افغانستان کې نشته. یو ملي، عصري او په خپلو پښو ولاړ مرکزکي حکومت نه غواړي. دوی د مدرن افغانستان او عصري حکومت پرځای خپلې ګټې په یو شړېدلې، بې وره بې دره افغانستان او د منځنیو پېړیو په وروسته پاتې او پر مذهبي افراطي اندیښنو ولاړ حکومت کې ویني.

په دې توګه ویلای شو چې د افغانستان ملي ګټې او د امریکا او اسلام اباد ګټې په دې تاریخي شېبه کې سره په ټکر کې دي او افغانان اړ دي چې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره، دواړه هېوادونو سره د مقابلې او سیالۍ او بلخوا د نورو هېودو سره د اړیکو په بدیلو لارو فکر وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د سیپټمبر ۳۰ مه

سرلوڅ مرادزی