تېر وختونه

ماشومتوب او د ځوانۍ شپې هسې لاړې

لکه څوک چې له خولې توکاندې توکاړې

بیا به رانشي هغه سپرلي د عمر

چې خزان کړ په یوه ګوزار ریتاړې

خاورې شوی یو ارمان به پوره نه شي

ورپسې که شپه او ورځې په سرو ژاړې

بڼ د عمر به ونه نیسي ګلونه

که باغوان د بڼ هرڅو وکړي کرواړې

بیا د نجونو قطار مه ګوره ګودر ته

چې وخت خاورې کړې هغه د ګودر غاړې

جبیره به هغه مینې بیرته نه شي

چې د وخت په توپانو کې شوې ویجاړې

لاس ته نه راځي هغه تېر فرصتونه

چې په لویلاس شو تر پښو لاندې لتاړې

چې د وخت سره قدم په تدبیر نه ږدي

برخلیک د هغه ولس دی شاړې واړې

روح مې هغه وخت  له تنه څخه لاړه

کوم ساعت چې مې له څنګه څخه لاړې

د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر۲۹ مه

سرلوڅ مرادزی