د تاریخ تمسخر!

له ماضي څخه زده کړه او د ماضي واکمني، دوه جلا او بېلابېل مفاهیم دي.

هغوی چې غواړي ماضي، پر حال او راتلونکې واکمنه کړي؛ د تاریخ بهیر سره سر جنګوي او

په دې سر جنګۍ کې یوازې خپل سر ماتوي!

له ماضي زده کړه یوازې راتلونکې سره مرسته کولای شي، نه نور څه!

بلخوا ټولنه په ماضي کې نه، بلکې په حال کې ژوند کوي او په یوه لور او هغه هم د راتلونکې په لور مخ په حرکت کې ده.

د ټولنې بېول د ماضي په لور، نه یوازې شوني نه دي بلکې هغوی چې داسې هڅه کوي؛ د تاریخ لوی تمسخر پر غاړه اخلي!

د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۶ مه

سرلوڅ مرادزی