ټــوکـــه

الهام الدین قیام

 

د ټاکنود پایلواود ملي یووالي د حکومت په سرپه جوړجاړی پوری می یوه ټوکــه راپه یاد

 

شوه ، خوکه ځینی غیرمودب الفاظ پکی وو،مابه وبښۍ

 

دیوه کلي یوسړی د بل کلي د کوم چامیلمه وو،کوربه میلمه ته ښه ډیره خوندوره ډوډۍ

 

تیاره کړیوه ، د ډودۍ ترخوراک وروسته کوربه اومیلمه دواړه د لمانځه د اداکولولپاره جومات ته ورووتل .کلی ستروو،د کلیوالوشمیرھم په جومات کی زیات وو، د اقامت تکبیروویل شو ، مقتدیانوپه امام پسی اقتداوکړه ، د دویم رکعت په سُجده کی د مقتدیانوله منځه د چا بادخطاشو آن چی اوازیی ټولوواورید.ځینومقتدیانود عادت له مخی په قھقھه وخندل،امام ھم سلام وګرځولواوپه ډیره غوسه ناکه لھجه یی له مقتدیانوپوښتنه وکړه چی داکوم خبیث وو؟ دمیلمه سره نږدی څوتنوملاته میلمه ورپه ګوته کړ.ملاله میلمه څخه غوښتنه وکړه چی ولاړشي اوله سره اودس وکړي.میلمه انکاروکړاو ویی ویل چی داکارده ندی کړی اوقسم یی وخوړچی تراوسه یی ھم اودس پرځای دی.کله چی ملااود کلي مشران پوه شول چی داسړی میلمه دی اود میلمه قدراوعزت په کاردی ،نوملاصیب ټولوکلیوالوته امروکړچی ټول دی ووځي اوله سره دی اودسونه وکړي ،کلیوال اومیلمه ټول ووتل اوټولوخپل اودسونه له سره تازه کړل اوبیرته ټولود ملاپه امامت لمونځ

 

اداکړ.کله چی میلمه له خپل کوربه سره د کوربه کورته ستانه شول،کوربه له ھغه څه څخه چی پیښ شوی وو خفه ښکاریدو،میلمه چی د کوربه خفه ورځ ولیده خپل ښی لاس یی د کوربه په مټ کیښوداوپه داسی حال کی چی په کیڼ لاس یی خپل بریتونه تاواول ورته ویی ویل " څنګه شوه ، نرمی بولی که نه ؟ خپل تیزمی په ټول کلی درته تاوان کړاوپه ټول کلي می له سره اودسونه وکړل اوپه ټولوکلیوالومی درته له سره لمنځونه وکړل اوڅوک راباندی پوه ھم نه شول او.....او". او...او