اجیر ملا

د ملا د واکمنۍ په زمانه کې

نجونې بندې دي د کور په جېلخانه کې

دروازې د پوهنتون ښوونځي تړلي

شاکیلي ده د سیا (۱) په جیب خانه کې

د پنجاب او د عربو دوستي ګرمه

د وطن اولاد راشمېري بیګانه کې

د فتوا خپسې ولس دی زوندۍ کړی

قانون غیب دی د ملا په زیرخانه کې

مټکور او منجمد فکر ازاد دی

ازاد فکر دی ولچک او زولانه کې

په دېرو او په حجرو کې خوښي بنده

خرمستي ده د جومات په پسخانه کې

د اجیر ملا دغې نېرنګ ته ګوره

تېروي ځان د مذهب په بهانه کې

مرادزی چې د ملا سوړې راسپړي

مار به يي ټک وهی د سوړې دهانه کې

یادوونه:

(۱ )  د سیا څخه مطلب CIA، د امریکا د استخباراتو اداره ده. او شاکیلي یا (Master key) چې هر ډول قولپ پرې وازېدلی شي.

د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۶ مه

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد