تورتم رڼا بلع کړه!

 

ښه لیدل کېده

د ورېځې یو تور غونډوسکی

په ډېرې تېزۍ

تر لمر راتاو شو.

په صفا ورځ يي

د لمر مخ پټ کړ

او رڼه ورځ يي توره شپه کړه!

+++

هلته ټولنه کې هم

د تورتم یوه توره ډله

په چټکۍ راڅرګنده شوه.

د ټولنې د روښانتیا

ټول وسایل يي له ستوني تېر کړل

او روښانتیا يي لکه د لمر سترګه

په ورېځو کې ډوبه کړه!

مرادزی

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد